د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بامیان ولایت له بند امیر ملي پارک څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۱۳
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بامیان ولایت له بند امیر ملي پارک څخه لیدنه وکړه 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم»، د خپل سفر په لړ کې د بامیان ولایت له بند امیر ملي پارک څخه لیدنه وکړه.  
په دې لیدنه کې د بامیان د کرنې ریاست رئیس مولوي عبدالجبار خالد هم حضور درلود. د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د پارک د وضعیت د ښه والي لپاره لازم تدابیر ونیسي. هغه ټینګار وکړ، چې د سیلانیانو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او د پارک خوندي سیمې په جدي ډول وڅارل شي، ترڅو د دې طبیعي سیمې اصلي بڼه وساتل شي.  
ملا آغا جان آخند همداراز له مسؤلینو وغوښتل، چې د بند امیر د چاپېریالي ککړتیا د مخنیوي لپاره ضروري اقدامات وکړي. په دې برخه کې، له قراردادي شرکت څخه غوښتنه وشوه، چې تشنابونه او نور ضروري خدمات پراخ کړي او د سیلانیانو لاسرسي ورته اسانه کړي.  
بند امیر ملي پارک د افغانستان له مهمو طبیعي او سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي، چې د چاپېریال ساتنې او د سیلانیانو لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو پراخولو ته اړتیا لري. د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې سفر کې د دولتي ادارو او مسؤلو شرکتونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د پارک د وضعیت د ښه والي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

معین مالی و اداری وزارت زراعت از پارک ملی بند امیر در ولایت بامیان بازدید کرد
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر خود به ولایت بامیان از ساحه پارک ملی بند امیر بازدید نمود.
در این بازدید، مولوی عبدالجبار خالد رئیس زراعت ولایت بامیان نیز حضور داشت. معین مالی و اداری وزارت زراعت از شرکت قراردادی ساحه بند امیر خواست تا تدابیر لازم برای بهبود شرایط این پارک ملی اتخاذ شود. وی تاکید کرد که سهولت‌های بیشتری برای بازدیدکنندگان ایجاد شود و ساحات حفاظت‌شده پارک به گونه‌ای جدی‌تر مراقبت شوند تا حالت طبیعی آن حفظ شود.
ملا آغا جان آخند همچنین از مسئولین مربوط خواست تا برای جلوگیری از آلوده‌سازی محیط اطراف بند، تدابیر لازم را عملی کنند. در این راستا، از شرکت قراردادی خواسته شد که تشناب‌ها و سایر تسهیلات مورد نیاز بازدیدکنندگان را توسعه داده و در دسترس قرار دهد.
پارک ملی بند امیر، به عنوان یکی از مهم‌ترین جاذبه‌های طبیعی و گردشگری افغانستان، نیازمند حفظ محیط‌زیست و توسعه زیرساخت‌ها برای بازدیدکنندگان است. معین مالی و اداری وزارت زراعت در این سفر بر اهمیت همکاری مشترک میان نهادهای دولتی و شرکت‌های مسئول تأکید کرد و از آنها خواست تا اقدامات عملی برای بهبود وضعیت این پارک به اجرا گذاشته شود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

بازگشت