د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال: د اصلاح شویو تخمونو وېش په پار دې واضح او منظم پلان جوړ شي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۹:۱۸
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال: د اصلاح شویو تخمونو وېش په پار دې واضح او منظم پلان جوړ شي

۲۴ کب ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي په مشرۍ، د ۱۴۰۰ ام کال د اصلاح شویو بذري تخمونو او کرنیزو خدمتونو له دولتي شرکتونو سره، د دولتي شرکتونو د ریاست سرپرست نظر محمد تابع، د اقتصاد په وزارت کې دکرنې مسوول محمد فواد رحیمي او دکرنیزو څېړنو انسټیټوټ مشرې نجیبه عطایي په شتون کې غونډه په لاره واچول شوه.
د غونډې په پیل کې د اصلاح شویو تخمونو او کرنیزو چوپړتیاوو د دولتي شرکت سرپرست میر فقیر مشتاق په مفصل ډول په ورستیو درېوو کلونو کې د شرکت په تولید، عوایدو، لګښتونو او ګټو هر اړخیزې خبرې وکړې او ګډونوالو ته مالومات وړاندې کړل. ورپسې د دولتي شرکتونو د لوی ریاست سرپرست د دولتي شرکت په کړنو او ستونزو خبرې وکړې.
غونډې ته د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ستونزو، پرمختګونو او راتلونکې پلان په اړه وویل، چې موږ د خصوصي سکتور د پرمختګ طرفدار یو او په وړاندې یې شته ستونزې باید له منځه ولاړ شي. هغه د کرنې، مالیې او اقتصاد وزارتونه د قانون پلي کوونکي یاد کړل او له مالیې او اقتصاد وزارتونو څخه یې مننه وکړه، چې تل یې ورسره په وخت همکارۍ کړي دي او د شرکت له مسوولینو څخه وغوښتل، چې په ګډه ستونزو ته هل لار پیدا کړي او دوی ته د وزارت د همکاریو ډاډ ورکړ.
عبدالهادي رفیعي د اصلاح شویو بذري تخونو او کرنیزو خدمتونو په پار جوړ شوي غونډې ته وویل: « د سړو سیمو لپاره د اصلاح شویو تخمونو وېش په پار باید واضح او منظم پلان جوړ شي، ترڅو پروخت او په ښه دول سره تخمونه ووېشل شي، د غیر ضروري لګښتونو څخه باید ډډه ووشي.»
ښاغلی رفیعي د شرکت له مسوولینو وغوښتل، چې د اوږد مهال لپاره باید په بازارونو کې سیالۍ وکړي.
په پای کې د مالیې او اقتصاد وزارتونو مسوولینو او د کرنیزو څېړنو انستیتوت مشرې د شرکت پوښتونو او وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړل.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت