د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د هلمند ولايت سيمه ييزو چارواکو سره وکتل
۲۶ لړم ۱۴۰۱ه.ش
۲۲ ربیعالثاني ۱۴۴۴ ه.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي اواداري مرستيال مولوی فضل الباري فضلي هلمند ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې دهلمند ولايت ولسوالانو، امنيه قومندانانو، د ښاروالۍ استازی او د هلمند د دکرنې په رياست کې د ولايت استازی سره وکتل.
په دې کتنه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال د کابينې د پرېکړې او د اميرالمؤمنين د حکم په هکله چارواکو سره خبرې وکړې او ويې ويل، چې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونيول شي او غصب شوي ځمکې دې بېرته راوګرځول شي.
دغه راز په دې ناسته کې د عشر او زکاتوټولولو او د دکرنيزو ځمکو پر خونديتوب ټينګار وشو.
په غونډه کې شته چارواکو د امارتي ځمکو خونديتوب خپله دنده وبلله او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به په ټول توان سره کار کوي.
مالي او اداري مرستيال وويل: "امير المؤمنين هدايت ورکړی دی، چې د افغانستان ټولې ځمکې بررسي شي او په دې بررسي او ارزونه کې ټول دولتي، کرنيزې او شخصي ځمکې څرګند او تفکيک شي، دغه راز څړځايونه او غرونه معلوم شي. په دې بررسي او ارزونه کې دولتي غصب شوي ځمکې هم تصفيه او تثبيت شي، هيڅوک د دولتي ځمکو د غصب حق نه لري، ددغو ځمکو بررسي او ارزونه د کرنې وزارت ته سپارل شوی دی، دغه راز اميرالمؤمنين امر کړئ دی تر څو څرګند شي، چې څومره ځمکې غصب شوي دي، کمېسيون او پلاوی ټاکل شوي دي تر څو د دولت د معلوماتو لپاره ځمکې بررسي، تثبيت او تصفيه شي. دا غونډه مو په همدې موخه دائره کړې ده ترڅو تاسو همکاري وکړئ او دا امر پلي شي."
په دې غونډه کې د امنيه قومندانانو او ولسوالانو په ګډون د ولسواليو دکرنې چارواکو او ملکي او نظامي چارواکو حضور درلود.
ملاقات معین مالی و اداری وزارت زراعت با مسوولان محلی ولایت هلمند
۲۵ عقرب ۱۴۰۱ ه.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفرش به ولایت هلمند با ولسوالان، قوماندانهای امنیه، نماینده شورای والی و نماینده ولایت در ریاست زراعت ولایت هلمند دیدار کرد.
در این دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد فیصله کابینه و حکم امیرالمومنین به حاضرین صحبت کرده و گفت باید که از غصب زمینهای امارتی جلوگیری شود و زمینهای غصب شده پس گردانده شود.
همچنان در این نشست در مورد جمعآوری عشر و زکات و در مورد حفاظت از زمینهای زراعتی تاکید نمود.
مسوولان حاضر در مجلس حفاظت از زمینهای امارتی را از وظایف خود دانسته و تعهد سپردند که در این عرصه تمام توان خویش را به خرچ خواهند داد.
امیر المومنین هدایت داده است تا تمام زمین های افغانستان بررسی شود، در این بررسی باید زمین های دولتی، زراعتی و شخصی معلوم و تفکیک شود، همین گونه علفچر ها و کوها معلوم شود. در این بررسی زمین های غصب شده دولتی هم تصفیه و تثبیت شود، هیچ کس حق غصب زمین دولتی را ندارد، بررسی این زمینها به عهده وزارت زراعت سپرده شده، همین گونه امیر المومنین امر نموده تا ببیند چه اندازه زمین غصب شده، کمیسیون و هیئت تعین شد که بررسی شود تثبیت و تصفیه شود بخاطر معلومات دولت. این جلسه را به همین خاطر دایر کردیم تا شما همکاری کنید و این امر تطبیق شود.
در این جلسه مسوولان زراعتی ولسوالیها و مسوولان نظامی و ملکی به شمول فرماندهان امنیه و ولسوالان حضور داشتند.
