د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۰
د کرنې وزارت لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنکو او بيا مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود، د اراضۍ رياست لخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
یاده ځمکه د ریاست الوزراء اداري معاونیت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمیسیون په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته لغمان ولايت د بابا صاحب دښتې او کافر ګلي ولسواليو کې په ۲۳۷۵ جريبه ځمکه باندې د مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راستنېدنکو او بيا مېشتېدنې رييس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شوه.

زمین از سوی وزارت زراعت به وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان انتقال داده شد
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی، مولوی سید محمد سعید، و رئیس عودت‌کنندگان و ادغام مجدد وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان، مولوی شکرالله شاکر، حضور داشتند، از سوی ریاست اراضی، زمین به وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان انتقال داده شد.
این زمین بر اساس پیشنهاد کمیسیون عالی رسیده‌گی به مشکلات مهاجرین مربوط به معاونیت اداری ریاست‌الوزراء و به حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی)، از طرف ریاست عمومی اراضی به وزارت مذکور واگذار گردید. هدف از این انتقال، ایجاد شهرک مهاجرین در مساحت ۲۳۷۵ جریب زمین در ولسوالی‌های دشت بابا صاحب و کافرگلی ولایت لغمان می‌باشد.
توافق‌نامه انتقال زمین میان مولوی سید محمد سعید، رئیس انتقال و توزیع زمین‌های ریاست اراضی وزارت زراعت، و مولوی شکرالله شاکر، رئیس عودت‌کنندگان و ادغام مجدد وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۲۶
Background image

د ننګرهار ګوشتې ولسوالی کې د ځنګلونو د ساتنې او غیرقانوني قطعې د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګوشتې ولسوالی د ځنګلونو مدیریت مسؤلینو د ګوشتې ولسوالی د دوړ خېلو او خوګا خېلو کلیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د ننګرهار یوشمېر ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

۱۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په شېرزاد، حصارک او ګوشتې ولسوالیو کې  بزګرانو او بڼوالو  ته د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي او عملي روزنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

بازگشت