د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او روزنې نړۍوالې مؤسسې د ۲۳مې کلیزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۳۹
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او روزنې نړۍوالې مؤسسې د ۲۳مې کلیزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د تغذیې او روزنې نړۍوالې مؤسسې «ان‌اي‌آی» د فعالیتونو د ۲۳مې کلیزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ او د کرنې، تغذیې او د بزګرانو د معیشت د ښه والي په برخو کې یې د دې بنسټ له لاسته راوړنو مننه وکړه.
دغه غونډه، چې د یادې مؤسسې په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، پکې امارتي چارواکو، د خصوصي سکټور استازو، کرنیزو متخصصینو او یو شمېر بزګرانو ګډون کړی و. په دغو مراسمو کې مولوي صدراعظم عثماني د وینا پر مهال د خوارځواکۍ پر ضد مبارزې، د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا او کرنیزې ودې په برخه کې د دې بنسټ دوامدار فعالیتونه مهم وبلل.
نوموړي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او یادې مؤسسې ترمنځ ګډو همکاریو ته په اشارې وویل، د روزنیزو پروګرامونو پلي کول، د اصلاح شویو تخمونو برابرول او د ترویجي خدمتونو پراختیا د کرنیزو حاصلاتو په ښه والي او د بزګرانو د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.
د غونډې په دوام  د یادې مؤسسې د ۲۳ کلونو لاسته راوړنې په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د سویا بین د کرکېلې د ترویج په برخه کې، چې یو مغذي او اقتصادي نبات بلل کېږي، روښانه شوې.
همداراز ګډونوالو د کرنې او تغذیې ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو او د ارزښت ځنځیرونو په پراختیا کې، په ځانګړي ډول د سویا بین د پروسس په برخه کې، د دې بنسټ رول مهم وارزاوه.
مولوي صدراعظم عثماني همدارنګه د حکومت، خصوصي سکټور او پراختیایي بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د تجربو د تبادلې او د کرنې سکتور د ودې لپاره د لا زیاتې همغږۍ مناسب فرصت وباله.
دغه پروګرام د متخصصینو او تخنیکي کارکوونکو له لوري د نظریاتو په وړاندې کولو او د کرنې په برخه کې د اغېزناکو شخصیتونو د خدمتونو د ستاینې په ترڅ کې، په مثبت او هیله‌بښونکي فضا کې پای ته ورسېد.


اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در محفل بزرگداشت ۲۳مین سالگرد موسسه  تغذیه و آموزش بین‌المللی
۹ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
 مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در محفل بزرگداشت ۲۳مین سالگرد فعالیت‌های موسسه تغذیه و آموزش بین‌المللی (NEI) اشتراک کرد و از دستاوردهای این نهاد در عرصه‌های زراعت، تغذیه و بهبود معیشت دهقانان قدردانی نمود.
این محفل که در دفتر مرکزی موسسه یادشده برگزار شده بود، با حضور مقام‌های امارتی، نمایندگان سکتور خصوصی، متخصصین زراعتی و شماری از دهقانان برگزار گردید. در این برنامه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری ضمن سخنرانی، فعالیت‌های دوامدار این نهاد را در راستای مبارزه با سوءتغذیه، تقویت مصونیت غذایی و توسعه زراعتی بااهمیت خواند.
وی با اشاره به همکاری‌های مشترک میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و این موسسه، افزود که تطبیق برنامه‌های آموزشی، فراهم‌سازی تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش خدمات ترویجی، نقش مهمی در بهبود حاصلات زراعتی و افزایش عواید دهقانان داشته است.
در ادامه این محفل، دستاوردهای ۲۳ ساله موسسه یادشده در بخش‌های مختلف، به‌ویژه ترویج کشت سویابین به‌عنوان یک نبات مغذی و اقتصادی، برجسته گردید. همچنان اشتراک‌کنندگان، نقش این نهاد را در ایجاد پیوند میان زراعت و تغذیه و توسعه زنجیره‌های ارزش، به‌ویژه در بخش پروسس سویابین، مهم ارزیابی کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری همچنان بر اهمیت تقویت همکاری‌ها میان حکومت، سکتور خصوصی و نهادهای انکشافی تأکید نموده و چنین برنامه‌ها را فرصت مناسب برای تبادل تجارب و هماهنگی بیشتر در راستای رشد سکتور زراعتی دانست.
این برنامه با ارائه دیدگاه‌ها از سوی متخصصین و کارمندان تخنیکی و نیز یادبود از خدمات شخصیت‌های تأثیرگذار در عرصه زراعت، در فضای مثبت و امیدبخش به پایان رسید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت