د کرنې وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ دطرحې د ارزونې غونډه دائره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۸:۵۴
د کرنې وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ دطرحې د ارزونې غونډه دائره شوه

 دکرنې وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ دطرحې د ارزونې په پار، چې د دغه وزارت  لیدلوري، ماموریت او اساسي دندې په کې شامل دي دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ غونډه دائره شوه. 
دا غونډه د تېرو غونډو په دوام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پنځه کلن ملي استراتیژۍ د جوړولو په پار د وزارت د لیلوري، ماموریت، موخو، ارزښتونو او اوږدمهاله پلانونو په اړه د نظر د غوښتنې په موخه جوړه شوې وه. 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پنځه کلنه ستراتیژۍ کې په یادو سکتورونو کې ملي پروګرامونه لکه؛ څېړنې، ترویج، مرنیز تخمونه، د حبوباتو او غلو دانو تولید، صنعتي نباتات، د بڼوالۍ پراختیا، حیواني محصولات، اوبو لګول، طبیعي زیرمې، د اقلیم بدلون سره د کرنې او مالدارۍ سکټورونو سمون، بوټې ساتنه، ځمکوالۍ او د کارکوونکو وړتیاوې لوړول شمال دي.
دغه راز د په دې ستراتیژۍ کې پراختیایي شاخصونو، د هغو د تطبیق لپاره بودجه، ستونزې، ننګونې، سرچینې او تمویلوونکي هم په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې چې دغه ستراتیژي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه له تصویب وروسته عملي شي.

جلسه به منظور بررسی طرح استراتیژی پنج ساله وزارت زراعت دایر گردید
۲۴ جدی ۱۴۰۲ هـش
جلسه به‌منظور بررسی طرح استراتیژی پنج ساله وزارت زراعت  که شامل اهداف، برنامه‌ها، و اولویت‌های وزارت زراعت برای پنج سال آینده می شد به سرپرستی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت برگزار شد.
این جلسه به ادامه جلسات قبلی جهت نظرخواهی پیرامون دیدگاه، ماموریت، اهداف، ارزش‌ها، برنامه‌های درازمدت وزارت زارعت آبیاری و مالداری در راستای ترتیب استراتیژی ملی پنج ساله برگزار شده بود.
در استراتیژی پنج ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برنامه‌های ملی در بخش‌های چون؛ تحقیقات، ترویج، تخم‌های بذری، تولید غله‌جات و حبوبات، نباتات صنعتی، انکشاف باغداری، محصولات حیوانی، آبیاری، منابع طبیعی، سازگاری سکتور زراعت و مالداری با تغیر اقلیم، انکشاف مارکیت، حفاظه نباتات، زمینداری و ارتقا کارمندان جا داده شده است.
هم‌چنان، در این استراتیژی شاخص‌های انکشافی، بودیجه به‌منظور تطبیق آن، مشکلات، چالش، منابع، تمویل کننده‌گان نیز در نظر گرفته شده است. قرار است این استراتیزی پس از منظوری رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به مرحله اجرا درآورده شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

پکتيا ‍۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

 ۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
Background image

د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۱۰
Background image

روزګان کې د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د شنو سیمو د پراختیا پراخ کمپاین پیل شو

۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو کلنی کمپاین په رسمي. . .

بازگشت