د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د پروویل پروژې له چارواکو او همکارو مؤسسو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۸
21212121

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغان اېډ مؤسسې د پروویل پروژې د مسؤل او د همکارو مؤسسو د استازو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس الحاج مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ ترسره شوه.
په دې لیدنه کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د همکارو مؤسسو د فعالیتونو او هڅو قدرداني وکړه او د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د همکارو مؤسسو استازو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې به نور فعالیتونه او پروژې هم پلي کړي. هغوی همدارنګه د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه.
د دغو مؤسسو مسؤلینو وویل، چې د پروویل پروژه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ به تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې په پکتیا، خوست، سمنګان، تخار، فاریاب او کونړ ولایتونو کې فعالیت وکړي او د دغې پروژې فعالیتونه د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې ځانګړي شوي دي.
په پای کې، د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت د اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د هېواد د کرنې سکتور د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۲۰
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست: جاني‌خېل ولسوالی کې ۱۳۰ کاریګرو او ۱۴۴ کورنیو ته د کرنیزې پروژې له لارې مالي او روزنیز ملاتړ ورکړل شو

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د جاني‌خېل ولسوالی په اړوند سیمو کې د هیلټو  مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام  پر غاړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۲۰
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۶ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رییس مولوي عبدالجبار خالد، د ځمکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۳
Background image

ننګرهار کې له ۱۱۸ بزګرانو سره د کچالو د اصلاح شوو تخمونو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌آرسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

بازگشت