د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي چارواکو سره د همغږۍ غونډه وکړه
۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي چارواکو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه جوړه کړه.
په دې انلاین غونډه کې د پلان او پالیسۍ، کرنیزو احصائیو، د خصوصي سکټور د پراختیا، څارنې او ارزونې مسؤلینو، سلاکارانو، آمرینو او د مالي او حسابي او تدارکاتو ریاستونو استازو ګډون کړی و.
دغه غونډه د وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د پنجشېر، دایکنډي، بامیان، کابل، میدان وردګ، غزني، لوګر، پروان، کاپیسا او نورستان ولایتونو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو د رییسانو، آمرینو، سلاکارانو او د پلان مدیرانو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې اداري ستونزې او ننګونې، د منظور شوي پلان له مخې د بودجې د لګښت کچه، د پراختیايي پروژو د پلي کېدو پر وړاندې شته خنډونه او د هغو پروژو د پلان جوړونې او پلي کېدو څرنګوالی چې د همکارو مؤسسو له لارې تطبیقېږي، تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
همدارنګه، د ستونزو د حل، د کاري بهیر د ښه والي او د کرنې په سکټور کې د چارو د چټکتیا لپاره پر اړینو حللارو نظرونه او وړاندیزونه شریک شول.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د غونډې په پیل کې د ګډونوالو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او د مرکزي او ولایتي ریاستونو ترمنځ یې پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ.
ورپسې، د پلان او پالیسۍ، کرنیزو احصائیو، څارنې او ارزونې او د خصوصي سکټور د پراختیا برخو مسؤلینو د خپلو کاري برخو اړوند معلومات او راپورونه وړاندې کړل. وروسته ولایتي مسؤلینو ته فرصت ورکړل شو، څو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او له کاري چارو سره اړوند موضوعات مطرح کړي.
په پای کې، د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست سلاکار د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او د کاري بهیر د ښه والي او د ستونزو د حل لپاره یې مناسبې حللارې له ولایتي مسؤلینو سره شریکې کړې.
ګډونوالو د مرکزي او ولایتي ریاستونو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د پیاوړتیا او د پروګرامونو د پلي کېدو د بهیر د ښه والي په موخه د دا ډول همغږۍ غونډو پر دوام ټینګار وکړ.
