د کرنې وزارت د پستې راټولول رسماً اعلان کړ

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۵ - ۸:۵۶
وزارت زراعت جمع‌آوری پسته را رسماً اعلام کرد

۴ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۷ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير مولوی عبدالرحمن راشد د اعزام شوی پلاوی د نظر مطابق د يوه مکتوب په ترڅ کې، د بادغيس او هرات په ولايتونو کې د پستې مېوې راټولولو او شولو ماتول سره موافقه وکړه او رسماًيې راټولول اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات او بادغيس ولايتونو دکرنې رياستونو چارواکي د پستې ځنګلونو ته د تخنيکي ټيم تر استولو وروسته وويل، چې د دوی په ولايتونو کې تر ۸۰ سلنه پستې پوخوالي ته رسېدلي دي، چې راټولول يې بايد پيل شي.
 طبيعي ځنګلونه له ملي پانګو څخه شمېرل کېږي او د هېواد عايداتي سرچينې دي. سيمه ييزې ټولنې مکلف دي، چې دکرنې وزارت د اعلان سره سم تر بشپړ پخېدو وروسته يې حاصلات راټول کړي.
په وروستيو کلونو کې تر دې مخکې چې د پستې حاصلات په بشپړ ډول پاخه شي د ټولولو لړۍ يې پيل کېده، چې په دې سره يې ډېری حاصلات ضايع کېدل او عايد يې کمېدل، خو سږکال د افغانستان اسلامي امارت دکرنې وزارت د رهبرۍ د پاملرنې او د سيمه ييزو چارواکو د هلوځلو په پايله کې د پستې حاصلات په بشپړ ډول پوخوالي ته تر رسېدلو وروسته يې راټولول پيلېږي او دا د اسلامي امارت لويه لاسته راوړنه بلل کېږي، چې د کورنيو عوايدو په لوړوالي کې رغنده رول لري.

سندونه

د کرنې وزارت د پستې راټولول رسماً اعلان کړ
د کرنې وزارت د پستې راټولول رسماً اعلان کړ

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت