د کرنې وزارت د پراختیایي بودجې د لګولو په موخه اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۱:۳۱
د کرنې وزارت د پراختیایي بودجې د لګولو په موخه اداري غونډه دائره شوه

۱۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودجې د لګولو په موخه اداري غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د مرکزي ادارو د رئیسانو په ګډون دکرنې وزارت په مسلکي معینیت کې دائره شوه.
په دې غونډه کې په مالي مسایلو، د پراختیايي پروژو د کار د پرمختګ، له شرکتونو سره د قراردادونو، تدارکاتي بهیرونو، د چارو پر وړاندې د شته ننګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هغو ریاستونو د پراختیايي چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ چې بودیجه یې ځانګړې شوې ده او د یادو ریاستونو د پرمختیايي چارو ترسره کول د دوی کاري لومړیتوب وبلل.
د کرنې وزارت د تدارکاتو ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، اوسمهال ۲۹ پراختیایي پروژې تر لاس لاندې دي، چې د تدارکاتو له پروسې وروسته به پلي شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې د کرنې سکټور په بېلابېلو برخو کې پراختیايي پروژې پلي کړي.

جلسه اداری وزارت زراعت به منظور مصرف بودجه انکشافی برگزار شد
۱۰ میزان ۱۴۰۲ هـــ ش
جلسه اداری به منظور مصرف بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با اشتراک رییسان مرکزی در تالارمعنیت مسلکی وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه روی موضوعات مالی، پیشرفت کاری پروژه‌های انکشافی، عقد قرار داد با شرکت‌ها، پروسه‌های تدارکاتی، چالش‌های موجود فرا راه پیشبرد امور بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت  و مالداری در این جلسه، بر تسریع فعالیت‌های انکشافی ریاست‌های که بودیجه آن منظور شده است تاکید کرده و اولویت کاری برای ریاست‌های متذکره را انجام فعالیت‌های انکشافی دانست که بودیجه آن مشخص و منظور شده است.
به گفته مسولین ریاست تدارکات وزارت زراعت در حال حاضر نزدیک به ۲۹ پروژه انکشافی روی دست گرفته شده که پس از پورسه تدارکاتی اجرا خواهد شد.  
وزارت زراعت آبیاری و مالداری در نظر دارد تا در بخش‌های مختلف سکتور زراعت پروژه‌های انکشافی را در مرکز و ولایات تطبیق نموده و توسعه دهد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت