د کرنې وزارت د ولایتي چارو د ښه والي او څارنې په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۸:۱۷
د کرنې وزارت د ولایتي چارو د ښه والي او څارنې په موخه غونډه دائره شوه


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ په ولایتونو کې د کرنې وزارت د چارو د ښه والي او څارنې په موخه غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د مالي او حسابي، تهیه او تدارکاتو، اجاره ورکونې، تخنیک او ترانسپورت، بشري سرچینې، عشر او زکات د رئیسانو په شتون سره د مرکز او ولایتونو د چارو د څارنې، وړتیا لوړولو، د کاري سیسټمونو د ښه والي او د راپور ورکولو پروسې د پیاوړتیا په موخه غونډه دائره شوې وه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې پورتني ریاستونه دې د تطبیق لپاره یوه کړنلاره ترتیب او ولایتونو ته واستوي او هم دې د ټاکل شویو موضوعاتو د تطبیق او څارنې په موخه ولایتونو ته پلاوی واستول شي.
په همدې اساس، مالي او حسابي ریاست دنده لري، چې د مالي او بودیجې د جوړولو څارنه وکړي، چې ولایتونه پیسې په کومه طریقه او کوم ځای کې مصرفوي، د پیسو د لګولو دوران او د عاید نوې سرچینې کومې دي باید ثابت شي.
همدارنګه د تخنيک او ترانسپورت رياست دنده لري، چې له فتحې مخکې او له فتحې وروسته وسايط تثبيت او تفکیک کړي او په دوامداره توګه یې وڅاري او همدا ډول اداري ریاست دنده لري، چې د کرنې وزارت د منقولو او غير منقولو شتمنيو ساتنه وکړي. دغه راز د عشر او زکات لوی ریاست، چې یوه نوې جوړه شوې ریاست ده، باید د خپلو کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونه تنظیم کړي او دعشر او زکات راټولولو او مرکز ته د لیږلو لپاره سیسټمونه ترتیب کړي.
په ورته وخت کې مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت د اجارې ریاست ته دنده وسپارله چې د دې ادارې له خوا د ځمکې د اجارې قراردادونه په بشپړ ډول پلي کړي، ځکه چې ځینې قراردادونه د ځمکې او قراردادونو سره سمون نه لري، ځکه قرارداد په یوډول ځانګړنو لاسلیک شوی دی او ځمکې په بل ډول ځانګړنو ورکړل شوي دي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ټول رياستونه دې د ولايتونو د چارو د ښه والي لپاره خپلې طرحې چمتو او د مالي او اداري چارو مرستیال ته دې وړاندې کړي، تر څو پر بنسټ یې يوه هر اړخيزه کړنلاره جوړه او ولايتونو ته ولېږل شي.

جلسه‌ی ‌به منظور نظارت و بهبود امور ولایتی وزارت زراعت برگزار شد 

جلسه‌ی به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نظارت و بهبود امور وزارت زراعت در ولایات برگزار شد.
این جلسه که به منظور نظارت، ارتقای ظرفیت، بهبود سیستم های کاری، تقویت روند گزارش دهی و گزارش گیری میان مرکز و ولایات با حضور روئسای مالی و حسابی، تهیه و تدارکات، اجاره دهی، تخنیک و ترانسپورت، منابع بشری، عشر و زکات برگزار شده بود در آن فیصله صورت گرفت که ریاست‌های فوق الذکر باید  طرزالعملی را ترتیب و غرض تطبیق به ولایت‌ها ارسال نمایند و همینگونه هیئتی را به ولایت‌ها ارسال نماید که موارد تعین شده را تطبیق و نظارت نماید.
 بر این اساس ریاست مالی و حسابی مسوولیت دارد که  در بخش مالی و بودیجه سازی مصارف بودیجه نظارت نماید که ولایت‌ها از چه طریق و به کدام مقصد پول را به مصرف می‌رسانند، دوران مصرف پول جریان عواید آن چگونه است و سرچشمه‌های جدید عایداتی آن کدام است آن را باید تثبیت نماید.
همچنان ریاست تخنیک و ترانسپورت  وظیفه دارد که وسایط نقلیه، قبل از فتح و بعد از فتح را تثبیت و تفکیک نموده و به گونه دامدار از آن نظارت نماید همینگونه ریاست اداری از دارایی‌های منقول و غیر منقول وزارت زراعت حراست نماید به همین ترتیب ریاست عمومی عشر و زکات چون یک ریاست جدید التاسیس است باید برنامه‌های ارتقای ظرفیت را برای کارمندان خویش تدویر نماید و سیستم‌های را به منظور چگونگی جمع‌آوری و ارسال عشر و زکات  به مرکز ترتیب نماید.
در همین حال معین مالی و اداری به ریاست اجاره دهی وزارت زراعت مسوولیت سپرد تا قرار دادهای اجاره زمین که از سوی آن ریاست عقد گردیده است را به گونه کامل تطبیق نماید چون برخی از قراردادها با زمین مطابقه ندارد  و قرارداد با یک مشخصات عقد گردیده است و زمین با مشخصات دیگر می‌باشد.
در این جلسه فیصله صورت گرفت که تمام ریاست‌ها طرح های خویش را جهت بهبود امور ولایتی ترتیب نموده به معینت مالی و اداری پیشکش نمایند تا به اساس آن یک طرزالعمل جامع ترتیب گردیده و به ولایت‌ها ارسال گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت