د کرنې وزارت د متخصصینو د شورا د جوړېدو په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۲۰:۲۰
د کرنې وزارت د متخصصینو د شورا د جوړېدو په موخه غونډه دائره شوه


١۷ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ او د کرنې وزارت رییسانو او دکرنې، مالدارۍ، اوبولګولو، طبیعي سرچینو او ځمکو متخصصینو په شتون کې  دکرنې په وزارت کې  د متخصصینو د یوې شورا د جوړولو په موخه غونډه دائره شوه.
یاده غونډه د مالی او اداري مرستیال په لارښوونه د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکو په برخو کې د متخصصینو د یوې شورا د جوړولو د څرنګوالي په اړه د بحث په موخه جوړه شوه، چې دکرنې وزارت رهبرۍ او اړوندو ریاستونو ته فني سلا مشورې ورکړي.
دا شورا ځآن بسیاینې ته د افغانستان د رسېدو په خاطر اړوندو ادارو او د کرنې وزارت رهبرۍ ته د مشورې ورکولو دنده لري او داسې پروژې طرحه کوي، چې له لارې یې د کرنې وزارت پر ځان بسیا شي.
دغه راز ياده شوې شورا دنده لري، چې داسې پلانونه او ستراتيژي جوړه کړي چې له مخې يې د کرنې وزارت و کولاى شي د هېواد د اقتصاد د کچې په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
په همدې موخه د شورا د جوړېدو د څرنګوالي، د غړو د جلبولو، په شورا کې د غړیتوب د تعریف او ماهیت، دندو او معیارونو په اړه غونډه جوړه شوه او د نظرونو تبادله وشوه.
په پایله کې پرېکړه وشوه، چې د کرنې په وزارت کې دې د مسلکي مشرانو په ګډون یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي او یو داسې میکانیزم دې جوړ کړي، چې پر بنسټ به یې تعریف او ماهیت، دندو، د غړیتوب معیارونه، د شورا د جوړېدو وخت او مسایل مشخص شي.

جلسه‌ی به منظور ایجاد شورای متخصصین وزارت زراعت برگزار شد

جلسه‌ی به منظور ایجاد شورای  متخصصین در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری متشکل از رئسا، متخصصان زراعت، مالداری، آبیاری، منابع طبیعی و اراضی به رهبری مولوی فضل البار فضلی معین مالی و اداری برگزار شد.
این جلسه مطابق به هدایت معین مالی و اداری به هدف بحث روی چگونگی ایجاد شورای متخصصین جهت ارایه مشوره‌های فنی در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری، منابع طبیعی و اراضی برای رهبری و ریاست‌های مربوطه وزارت زراعت دایر شد.
این شورا مسولیت دارد تا به ریاست‌های مربوطه و رهبری وزارت زراعت جهت رسیدن به خودکفایی افغانستان مشوره بدهد و پروژه‌های را دیزاین کنند که از طریق آن وزارت زراعت به خودکفایی سوق یابد.
همچنان شورای ذکر شده وظیفه دارد تا پلان و استراتژی‌های را تدوین نماید که از طریق آن وزارت زراعت بتواند رول عمده‌ای را در بلند بردن سطح اقتصاد کشور ایفا نماید.
بدین منظور جلسه‌ی برگزار و در مورد چگونگی ایجاد شورا، جذب اعضا، تعریف و ماهیت، وظایف و  معیار‌ها جهت عضویت در شورا و  بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
که در نتیجه فیصله صورت گرفت که  یک کمیته تخنیکی متشکل از روئسای مسلکی موجود در وزارت زراعت ایجاد و مکانیزمی را بسازند که به اساس آن تعریف و ماهیت، وظایف، معیار عضویت، زمان برگزاری شورا و مواردی که در آن شورا مشوره بدهد را مشخص نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت