د کرنې وزارت د عوایدو راټولولو د همغږۍ غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۶:۴۴
جلسه انسجام جمع آوری عواید وزارت زراعت برگزار شد


۷ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په مشرۍ دکرنې وزارت د عوایدو راټولولو د همغږۍ غونډه دائره شوه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په دې غونډه کې د عوایدو د راټولولو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «له فتحې وروسته ټول نړیوال ډونران افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي دي، او ملي بودیجه هم یوازې له کورنیو عوایدو څخه تمولېږي، افغانستان هم خپل ټول لګښتونه له کورنیو عوایدو تامینوي.»
مالي او اداري مرستیال دغه راز د عوایدو د راټولولو په هکله د اسلامي امارت د رهبرۍ د هدایت په هکله هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «د اسلامي امارت رهبرۍ موږ ته هدایت کړی دی، چې خپل نوي عایداتي سرچینې تشخیص او د راټولولو په پار یې یو منظم طرحه وړاندې کړو.»
مالي او اداري مرستیال اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، چې له نویو عایداتي سرچینو څخه د عواید راټولولو په پار خپلې طرحې ترتیب او د کرنې وزارت رهبرۍ ته دې وړاندې کړي ترڅو د کرنې وزارت له تایید وروسته د مالیې وزارت ته واستول شي.
دغه راز ښاغلی فضلي دکرنې وزارت له ټولو چارواکو څخه وغوښتل، هغه طرحې چې مخکې یې وړاندې کړي ول تعقیب او په عایداتو کې د کمۍ او کمښت په صورت کې خپل د قناعت وړ دلیلونه وړاندې کړي.
پر افغانستان د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو سره ټول بهرني ډونران په مستقیمه توګه له دولتي ادراتو سره خپلې مرستې بندې کړي دي، اوسمهال اسلامي امارت خپل ټول لګښتونه له کورنیو عوایدو تامینوي.


جلسه انسجام جمع آوری عواید وزارت زراعت برگزار شد
۷ میزان ۱۴۰۱ هـ.ش 
 جلسه انسجام جمع آوری عواید وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت ریاست مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری این وزارت برگزار شد.
 مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در این جلسه در  مورد انسجام جمع آوری عواید سخن زده افزود"پس از فتح تمام دونرهای بین الملی کمک‌های خود را به افغانستان قطع کرده و بودیجه ملی تنها از همین عواید داخلی تمویل می‌شود و افغانستان تمام مصارف خود را از عواید داخلی تامین می کنند".
 معین مالی و اداری همچنان در مورد هدایت رهبری امارت اسلامی مبنی بر جمع آوری عواید سخن زده گفت" رهبری امارت اسلامی  برای ما هدایت داده است که سرچشمه‌های جدید عایداتی خویش را تشخیص و یک طرح منظم را جهت جمع آوری آن پیش‌کش نماییم".
معین مالی و اداری به ریاست‌های مربوطه هدایت داد طرح مشخص خویش را غرض جمع آوری عواید از سرچشمه های جدید عایداتی ترتیب و به رهبری وزارت زراعت پیشکش نمایند تا پس از تاییدی وزارت زراعت به وزارت مالیه فرستاده شود.
همچنان آقای فضلی از تمام رئسای وزارت زراعت خواست تا طرحی را که قبلا ارییه کرده بودند تعقیب نموده و در صورت کسری یا کمبودی در عایدات دلایل موجه برای آن اراییه نمایند.
پس از حاکمیت امارت اسلامی بر افغانستان تمام دونر های بین الملی کمک‌های خود را به گونه مستقیم با ادارات دولتی قطع کردند و در حال حاضر امارت اسلامی افغانستان مصارف خود را از عواید داخلی تامی می کند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت