د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس معرفي شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۰:۴۹
معرفی رئیس عمومی عشر و زکات وزارت زراعت

مولوي ندا محمد عابد د کرنې وزارت  د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان حاجي سالم له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د دغه زوارت یوشمېر چارواکو او کارکوونکو هم شتون درلود د عشر او زکات ریاست د نوي رییس په توګه معرفي شو.
تر دې وړاندې، مولوي محب‌الله د عشر او زکات د لوی ریاست مسؤلیت درلود، چې نوموړی اوس په دوهم بست کې د زکات د رییس په توګه وټاکل شو.
په دې مراسمو کې مولوي مصباح‌الدین مستعین، د عامه اړیکو رییس، مولوي محمدحسین خورشید، د دفتر رییس، مولوي مفتاح‌الدین متقي، د دعوت او ارشاد رییس او دعشر او زکات مخکنی لوی رییسمولوي برهان‌الدین شتون درلود.
د مراسمو په پیل کې، د کرنې وزارت د دفتر رییس د مولوي ندا محمد عابد د تقرر فرمان ولوست. ورپسې، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په خپله وینا کې د عشر او زکات راټولولو اهمیت، چې یوه اسلامي وجیبه ده، په ډاګه کړه. هغه له کارکوونکو وغوښتل، چې خپلې دندې په امانت‌دارۍ، اخلاص، او صادقانه خدمت سره ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي نظام جوړېدل د زرګونو مجاهدینو د قربانیو نتیجه ده. اوس چې د حکومت‌دارۍ مسؤولیت زموږ پر غاړه دی، باید په ټول توان سره خلکو ته خدمت وکړو او د الله "ج" رضا او د شهیدانو روح خوشحاله کړو».
په پای کې، د عشر او زکات  نوی رییس د حاضرینو او چارواکو په ملتيا خپل دفتر ته بدرګه شو او کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

معرفی رئیس عمومی عشر و زکات وزارت زراعت
مولوی ندامحمد عابد به‌عنوان رئیس جدید ریاست عمومی عشر و زکات وزارت زراعت، طی مراسمی با حضور مقامات و کارمندان این وزارت، توسط ملا آغاجان حاجی سالم، معین مالی و اداری وزارت زراعت، معرفی گردید.
پیش از این مولوی محب الله مسوولیت ریاست عمومی عشر و زکات را به عهده داشت که موصوف در بست دو به حیث رییس زکات تعیین گردید.
در این مراسم، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی عامه، مولوی حسین احمد خورشید رئیس دفتر، مولوی مفتاح‌الدین متقی رئیس دعوت و ارشاد و مولوی برهان‌الدین رئیس قبلی ریاست عشر  نیز حضور داشتند.
در آغاز مراسم، متن تقرر مولوی ندامحمد عابد توسط رئیس دفتر وزارت زراعت قرائت شد. سپس معین مالی و اداری وزارت زراعت، در سخنرانی خود، بر اهمیت جمع‌آوری عشر و زکات به‌عنوان یک مسؤولیت اسلامی تأکید کرد. وی از کارمندان خواست با امانت‌داری و اشتیاق، وظایف خود را انجام دهند و خدمت صادقانه به مردم را سرلوحه کار خود قرار دهند.
وی افزود: "ایجاد نظام اسلامی با قربانی هزاران مجاهد به دست آمده است. اکنون که مسؤولیت حکومت‌داری به عهده ماست، باید با تمام توان به مردم خدمت کنیم و رضایت الله‌"ج" و روح شهدا را حاصل کنیم."
در پایان، رئیس جدید ریاست عشر و زکات با همراهی مقامات و حاضران به دفتر کار خود هدایت شده و به کارمندان معرفی گردید.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵
Background image

ننګرهار کې د څه باندې ١.٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژغورنې وسایل ووېشل شو

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډنمارک کډوالو اداري «ډاکار» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس په یو میلیون، ٨٥١. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۲۱
Background image

د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

۲۷ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۷ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام د اراضۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
Background image

د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ. . .

بازگشت