د کرنې وزارت د راتلونکي کال د تشکیل د ترتیب په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۸:۵۹
د کرنې وزارت د راتلونکي کال د تشکیل د ترتیب په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ د ۱۴۰۴ کال د تشکیل د ترتیب په موخه غونډه دائره شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د راتلونکي کال د تشکیلاتي طرحې د ترتیب، ټاکل شوې کمیټې غړو ګډون درلود.
په دې غونډه کې مالي او اداري مرستیال د کمیټې مسوولانو ته لارښوونه وکړه، چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له لارښوونو سره تشکیل باید داسې ترتیب شي، چې د ټاکل شوو دندو سره سمون ولري، د زیاتوالي مخنیوی وکړي، د ځانګړو طرزالعملونو سره سم پرمخ لاړ شي او له موازي جوړښتونو څخه ډډه وشي.
نوموړي همدارنګه په تشکیلاتي طرحه کې د بزګرانو او مالدارانو پر محوري رول ټینګار وکړ او له مسؤلینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په ولایتونو او کلیوالو سیمو باندې ډېر تمرکز وکړي، ځکه د هېواد کرنه په کلیو او ولایتونو کې زیاته متمرکزه ده.

برگزاری جلسه برای ترتیب طرح تشکیل سال آینده وزارت زراعت
۲۴ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به منظور ترتیب طرح تشکیل سال ۱۴۰۴ وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه که کمیته تعیین‌شده برای ترتیب طرح تشکیلاتی وزارت زراعت برای سال آینده نیز حضور داشت، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به مسوولان کمیته هدایت داد که طبق دستور عالی‌قدر امیرالمؤمنین حفظه الله، تشکیل باید به‌گونه‌ای تنظیم شود که مطابق با وظایف تعیین‌شده باشد و از تورم جلوگیری گردد، همچنین طبق طرزالعمل‌های مشخص پیش برود و از ایجاد تشکیلات موازی جلوگیری شود.
وی همچنین بر اهمیت محوریت دهقانان و مالداران در طرح تشکیلاتی تأکید نمود و خواستار تمرکز بیشتر بر ولایات و مناطق روستایی شد، زیرا زراعت کشور بیشتر در قریه‌ها و ولایات متمرکز است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت