د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس د کابل ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۱

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، په بادام‌باغ کې د کابل ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې په ترڅ کې نوموړي د یاد ریاست له کارکوونکو سره ولیدل او د هغوی د اداري او کاري بهیر څخه یې څارنه ترسره کړه. مولوي محب‌الله انعام په خپلې وینا کې د ظاهر او باطن د اصلاح، د ایمان د پیاوړتیا، د جماعت لمانځه د ادا کولو او د ښو اخلاقو د مراعتولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او کارکوونکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اداري دندو تر څنګ اسلامي ارزښتونو او اخلاقي اصولو ته هم جدي پاملرنه وکړي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ریاست د جومات امام مولوي جمعه‌جان، د ادارې رییس، مدرس او ټول مامورین هم حضور درلود. مولوي محب‌الله انعام ټینګار وکړ چې بریالۍ اداره هغه ده، چې هم د کار له پلوه منظمه وي او هم له اخلاقي او ديني اړخه بېلګه وګرځي.


بازدید رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت کابل
۲۳ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی محب‌الله انعام، رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل واقع در بادام‌باغ بازدید به‌عمل آورد.
در جریان این بازدید، با کارمندان این ریاست دیدار کرده و از روند کاری و اداری آنان نظارت نمود. مولوی محب‌الله انعام در سخنرانی خود پیرامون اهمیت اصلاح صورت و سیرت، تقویت ایمان، ادای نماز جماعت و رعایت اخلاق حسنه صحبت کرده و به کارمندان توصیه نمود تا در کنار انجام مسؤولیت‌های اداری، به ارزش‌های اسلامی و اخلاقی نیز توجه جدی داشته باشند.
در این برنامه، امام مسجد ریاست، مولوی جمعه‌جان، رئیس اداره، مدرس و تمام مأمورین نیز حضور داشتند. مولوی محب‌الله انعام تأکید کرد که اداره‌ای موفق است که هم از نظر کاری منظم باشد و هم از نظر اخلاقی و دینی نمونه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت