د کرنې وزارت د تدارکاتو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۹:۰
د کرنې وزارت د تدارکاتو په برخه کې د ستونزو د حل په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د تدارکاتو په برخه کې د ستونزو د حل او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د تدارکاتو ریاست له مسوولینو سره ناسته وکړه.
دغه غونډه، چې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ دتهیې او تدارکاتو ریاست د مسوولينو په شتون کې جوړه شوه، په کې د اټکلي بيې په ټاکلو، د وزارت په ویبپاڼه اونورو ټولنیزو رسنیو کې د شرطنامې او اعلانونو خپرول، د پرچون پېرلو په پار د اعلان تکثیر، آفرپرانیستنه او شرایط یې، د تدارکاتو د پلي کولو پلان چمتو کول، د پېر-پلور پلاوي او پر نورو تدارکاتي پروسو خبرې اترې وشوې.

جلسه‌ی به منظور حل مشکلات وزارت زراعت در بخش تدارکات برگزار شد 

معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور حل مشکلات و ایجاد تسهیلات در پروسه تدارکاتی جلسه را با مسوولان ریاست تهیه و تدارکات برگزار نمود.
این جلسه که به رهبری مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور مسوولان ریاست تهیه و تدارکات برگزار شده بود تعین قیمت تخمینی، شرط‌نامه و اعلان آن در ویب‌سایت و سایر رسانه‌های اجتماعی، تکثیر اعلان به خاطر خریداری پرچون، آفرگشایی و شرایط آن، تهیه پلان تطبیق تدارکات، هیئت خریداری و سایر پروسه‌های تدارکاتی محور بحث  این جلسه را تشکیل می‌داد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت