د کرنې وزارت د اطلاعاتو او د دفتر ریاستونو یوشمېر کارکوونکي وستایل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۶:۳۶
شماری از کارمندان ریاست دفتر و ریاست اطلاعات وزارت زراعت تقدیر شدند

۱۸ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو او د دفتر ریاست یوشمېر کارکوونکي، دکرنې وزیر ډاکټر انوارالحق احدي له خوا د ستاینلیګونو په ورکولو سره وستایل شول.
د روڼتیا څار ادارې له خوا کرنې وزارت ته د سروزرو کلید ورکول، اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کمیسیون د ارزونې په پایله کې د کرنې وزارت ویب پاڼې ته تر ټولو لوړه امتیاز ورکول او دغه راز په کرنې وزارت کې د اطلاع رسونې د کلتور د پیاوړتیا، نوښت او خلاقیت ایجادولو په خاطر د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو یوشمېر کارکوونکي، د کرنې وزیر له خوا وستایل شول.
دغه راز د يو جلا پروګرام په ترڅ کې، د مقام د دفتر ریاست مشره زهره ظهوري او د دفتر رياست یوشمېر کاروونکي هم د ښاغلي احدي له خوا د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو د تعقیب او عملي کېدو، د کرنې وزارت او اړوندو نهادونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د دوی ښې کړنې په پار د انوارالحق احدي له خوا وستایل شول. دغه راز د ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۵/۱۰/۱۳۹۹ د ۴۵۳۱ سپارښتنې پربنسټ دکرنې وزارت د دفتر رياست کارکوونکي د هغو ۳۵ ادارو او وزارت خونو په کتار کې راغلی دی چې دجمهوري رياست د عالي مقام ټول حکمونه يې سل په سلو کې پلي کړی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت