د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ځمکه انتقال شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۲:۱۰
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ځمکه انتقال شوه

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تعميرونو او املاکو آمر انجنير هدايت الله مايار ګډون درلود د اراضۍ لوی رياست لخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یادې ادارې ته پکتيا ولايت مرکز کې په تقريباً ۱۳ جريبه ځمکه باندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي زون لپاره د دفترونو د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تعميرونو او املاکو آمر انجنير هدايت الله مايار ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت