د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ دتولیداتو خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۸:۳۹
د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ دتولیداتو خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه د اسانتیاوو برابرولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه ليک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاء الله عمري، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فيضان، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم، یوشمېر پانګوالو او دکرنې وزارت مرکزي رییسانو ګډون درلود. 
ددې برنامې ویناوال هر یو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د پراختیا او په افغانستان کې د خوراکي توکو په برخه کې د ځان بسیاینې پر لارو چارو خبرې وکړې او دغه هوکړه لیک لاسلیکول د بزګرانو او مالدارانو په ګټه وبلل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د محصولاتو د کیفیت په اړه خبرې وکړې، چې په نړۍ کې بې ساري دي: «د کرنې سکتور څلور عمده برخې لري، کرنه، مالدارۍ، اوبولګول او طبیعي سرچیني، موږ په دې ټولو برخو کې کاري پلانونه لرو او سږ کال به ستر بدلونونه ووینو، سږ کال مو لاسونه او مغزونه ډک دي، ددې سکټور د ودې لپاره امارت کافي بودیجه لري، موږ د کرنیزو محصولاتو په تولید کې د نړۍ د ټولو تولیداتو په پرتله لومړی یو، ځکه د افغانستان محصولات له هر اړخه ارګانیک دي او ښه طعم، خوند، رنګ، بوی او کیفیت لري، دا پروګرام مو د دې لپاره جوړ کړی، چې سوداګرو او پانګوالو ته دا څرګند کړو، چې د کرنې سکټور او بزګران تولیدوي او تاسو د دې محصول د پېر او پلور مسوولیت لرئ او ددې مسوولیت هم لرئ، چې یادو تولیداتو ته په کوردننه او په نړیوالو بازارونو کې بازارموندنه وکړئ. لوی خدای (ج) زموږ هېواد ته داسې اقلیم وربښلئ دی، چې د نړۍ په هیڅ ځای کې نشته، د افغانستان محصولات د نړۍ په هرځای کې پېرېدونکي لري، ځکه د نورو هېوادونو په پرتله امتیاز یې ښه کیفیت دی.»  
ښاغلي عمري په دې غونډه کې له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل، چې د کرنې وزارت دوی ته د افغانستان په بېلابېلو سمیو کې د پانګونې او کار کولو زمینه برابروي: «کرنه د ځمکې پر مخ د خلکو د خوراکي توکو سرچينه ده، دا سرچينه د پانګوالو په لاس کې ده، که کار وکړي، د بهرنيو توليداتو پر ځاى د هېواد دننه د خپلو خلکو لپاره خوراکي توکي برابروي او پانګه يې په هېواد کې پاتې کېږي او ډېر عايد ترلاسه کوي. زه ویلای شم چې د امارت په بریا سره مو د ځنګلونو د وهلو مخه ونیوله او تېر کال مو د هېواد په ځنګلونو کې تر ۵۰۰ زره هکتاره زیات ځنګلونه اضافه کړل، ځکه موږ وکولای شول چې چکډم جوړ او مدیریت کړو.»

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الباري فضلي د خلکو په ژوند کې د کرنې د اهميت او انحصار په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د اړيکو اسانتيا ده:«افغانستان په څلوېښت کلن انقلاب کې زیات جنګونه لیدلي او همدا لامل دی، چې په ټولو ډګرونو کې د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاتې شوی، اوس هڅه او هوډ لرو چې یو ځل بیا پر خپلو پښو ودرېږو او دا وخت ته اړتیا لري، چې دا مات بدن ورو ورو جوړ شي.
امارت جدي هوډ او ژمنتیا لري، چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار وکړو دا پروګرام د دغو هلوځلو یوه بېلګه ده، د کرنې او مالدارۍ خونې څخه غواړو، چې په ټول هېواد کې خپل فعالیتونه پیل کړي.» 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قدرت الله جمال هم د دغه هوکړه لیک د تطبیق په برخه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ژمنو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «موږ ټول د هېواد د پرمختګ لپاره یو غږ یو، ولسونه تل د امارات همکاران دي او اړتیا ده، چې دوی ته چوپړتیاوې وړاندې شي، موږ د سړو خونو د جوړولو او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې ستاسو سره متحد یو او له پانګوالو غواړو، چې پانګونه وکړي او د پېر-پلور بازارونه مساعد کړي.»
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم د کورنیو تولیداتو د نړیوال بازار موندنې په موخه د هڅو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د افغانستان ټولو سیاسي استازولۍ ته مو لارښوونه کړې، چې د هېواد د تولیداتو د معرفي او صادرولو په برخه کې کار وکړي، څو د هېواد محصولات د نړۍ بازارونو ته ورسېږي.»
دغه راز د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې رییس شېرباز کمین زاده او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس خان محمد خوشحال په هېواد کې د پانګونې لپاره د خپلو ژمنو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې پانګوال په ټولو برخو کې کار او پانګونې ته چمتو دي.
په پای کې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې رییس خان محمد فروتن ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې مراسمو په څنډه کې د افغانستان د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون جوړه شوې وه او چارواکو هم له ياد نندارتون څخه ليدنه وکړه.

تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و اتاق تولیدات زراعت و مالداری به امضا رسید 
۱ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان به منظور فراهم نمودن سهولت ها جهت رشد و انکشاف زراعت و مالداری به امضا رسید.
در مراسم امضاء این تفاهم‌نامه مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری و  مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی قدرت‌الله‌جمال معین وزارت صنعت و تجارت، شیرباز کمین‌زاده رئیس اتاق صنایع و معادن افغانستان، خان محمد فروتن رئیس اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان، شفیع اعظم رئیس ارتباطات اقتصادی وزارت امور خارجه، شماری از سرمایه گذران و رئسای مرکزی وزارت زراعت اشتراک کرده بودند.
سخنرانان در این برنامه هر یک در مورد انکشاف زراعت، مالداری و آبیاری و راه‌های رسیدن افغانستان به خودکفایی در بخش  مواد خوراکی صحبت نموده و امضاء این تفاهم‌نامه را به نفع دهقانان و مالدارن دانستند.
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مورد کیفیت و طبیعی بودن محصولات زراعتی و باغداری صحبت نموده افزود"سکتور زراعت دارای چهار بخش عمده است، زراعت، مالداری، آبیاری و منابع طبیعی، در همه این بخش‌ها پلان کاری داریم و امسال شاهد تحولات بزرگ خواهید بود، امسال دست پر و مغز پر داریم، امارت بودجه کافی برای رشد این سکتور دارد، در بخش تولید محصولات زراعتی نسبت به تمام حاصلات جهان اول هستیم، چون محصولات افغانستان از هر لحاظ ارگانیک است و داری طعم، ذایقه، رنگ، بوی و کیفیت عالی می‌باشد، این برنامه را تنظیم کردیم تا به تجاران و سرمایه‌گذاران تفهیم کنیم که سکتور زراعت و دهقان تولید می‌کند، شما مسوولیت دارید که این تولید را خرید و فروش نموده و زمینه بازاریابی آن را در بازارهای داخلی و خارجی فراهم کنید، الله متعال اقلیمی به کشور ما داده که در هیچ‌ جای دنیا نیست، در هر جای دنیا محصول کره زمین محصول افغانستان خریدار دارد، چون امتیازش کیفیت و برتری آن نسبت به محصولات دیگر کشورهای جهان می‌باشد".
آقای عمری در این برنامه سرمایه‌گذاران بیایند در بخش‌های مختلف در داخل افغانستان سرمایه گذاری نمایند چون وزارت زراعت سهولت های لازم را برای شان فراهم می نماید":" زراعت سرچشمه تهیه مواد خوراکی انسان‌های روی زمین است، این سرچشمه در دست سرمایه‌گذاران است، در صورت‌ای ‌که کار نمایند،  به جای خرید محصول بیرونی می‌توانند در داخل وطن به مردم شان خوراکه تهیه کنند و سرمایه‌ شان هم در وطن می‌ماند و عاید بیشتر نیز نصیب شان می‌شود، می‌توانم بگویم که با پیروزی امارت از قطع جنگلات جلوگیری نمودیم و سال گذشته به جنگلات کشور بیش از ۵۰۰ هزار هکتار جنگل اضافه شده، چون توانستیم مدیریت کنیم و چکدم بسازیم".
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت پیرامون اهمیت زراعت و وابستگی آن به زندگی مردم سخنرانی نمود و هدف از امضاء این تفاهم‌نامه سهل‌سازی روابط دهقان و تجار عنوان نمود"افغانستان در بیش از چهل سال انقلاب شاهد جنگ‌های زیادی بوده و این باعث شده که از کاروان پیشرفت در همه عرصه‌ها عقب بماند، حالا تلاش و تعهد داریم که دو باره سرپای استاد شویم و نیاز به زمان است که این بدنه شکسته آهسته آهسته جور شود، امارت تعهد جدی دارد که در بخش زراعت و مالداری کار کنیم، این برنامه نمودنه‌ای از این تلاش‌ها می‌باشد، از اتاق زراعت و مالداری می‌خواهیم فعالیت‌های شان را در سراسر ملک فعال سازند".
قدرت الله‌جمال معین وزارت تجارت و صنعت نیز از تعهد همکاری وزارت صنعت و تجارت در راستای عملی شدن این تفاهم‌نامه اطمینان داده افزود "در راستای پیشرفت وطن همه یک صدا هستیم، مردم در هر زمانی همکار امارت بوده و نیاز است که برای شان خدمت شود، در راستای ساخت سردخانه و صادرات محصولات زراعتی با شما متحد هستیم و از تاجران می‌خواهیم سرمایه‌گذاری کنند و سردخانه‌ و بازارهای فروش را مساعد کنند.
در همین حال شفیع اعظم رئیس ارتباطات اقتصادی وزارت امور خارجه از تلاش‌های  به منظور بازاریابی جهانی برای محصولات داخلی سخن زده گفت:"به تمام نمایندگی‌های سیاسی افغانستان هدایت دادیم که در معرفی و صادرات محصولات وطن کار نمایند تا محصول وطن به بازارهای جهانی راه‌ یابد".
در ادامه  شیرباز کمین‌زاده رئیس اتاق صنایع و معادن افغانستان و خان محمد فروتن رئیس اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان از تعهد شان مبنی بر سرمایه گذاری در داخل کشور سخن زده و اطمینان دادند که سرمایه‌گذاران حاضر اند که در همه بخش‌ها کار نموده و سرمایه‌گذاری نمایند.
در اخیر مجلس تفاهم‌نامه همکاری میان مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت و خان محمد فروتن رئیس اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان به امضاء رسید.
در حاشیه این مراسم نمایشگاهی  از محصولات زراعتی و مالداری افغانستان از سوی اتاق زراعت و مالداری افغانستان در  وزارت زراعت برگزار شده بود که مسوولان حاضر از نمایشگاه متذکر  نیز دیدن نمودند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت