د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د اقلیم د بدلون په اړه ګډه ناسته ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۹:۵۴
د کرنې وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د اقلیم د بدلون په اړه ګډه ناسته ترسره شوه

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې په پار د مشارکت او همکارۍ پروژې د تطبیق په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د«رها» مؤسسې ترمنځ ګډه غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه.
دغه ګډه غونډه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د چاپېریال ساتنې او بشري مرستو د پیاوړتیا مؤسسې د رییسانو او متخصصینو په حضور کې جوړه شوې وه، ګډونوالو یې په ولایتونو کې د پلانونو د تطبیق د څرنګوالي، د قلیمي وضعیت ارزونه، د ظرفیتونو ارزونه، د قلیمي بدلونونو شته ننګونې، د ستراتیژۍ د چمتو کولو او په دې برخه کې د کار اړتیاو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه، ترڅو د اقلیم د منفي اغېزو د کمولو لپاره د دې پروژې پلي کول اغېزمن تمام شي.
دغه پروژه په افغانستان کې د سويس په مرسته پلې کېږي او د دوو کلونو لپاره تدوین شوې ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم د بدلون له امله په جدي توګه تر ګواښ لاندې دی او د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزارت د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شوي زیانونو د کمولو په موخه بېلابېل پروګرامونه پلي کوي.

نشست مشترکی میان وزارت زراعت و اداره ملی حفاظت از محیط زیست پیرامون تغییرات اقلیمی برگزار شد 
۳۱ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
نشست مشترک میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، اداره ملی حفاظت از محیط زیست و موسسه رها در مورد تطبیق پروژه مشارکت و همکاری مبارزه با تغییرات اقلیم در وزارت زراعت برگزار شد.  
این نشست مشترک با حضور  روساء و متخصصان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، اداره ملی حفاظت از محیط زیست و موسسه توانمندی، محیط زیست و کمک‌های بشری برگزار شد که در آن حاضران پیروامون تطبیق پلان‌ها در ولایات، ارزیابی وضعیت اقلیمی، ارزیابی ظرفیت‌ها، چالش‌های موجود تغییرات اقلیمی، تهیه استراتیژی و ضروریات کار در این عرصه بحث و تبادل نظر کردند تا تطبیق این پروژه در جهت کاهش تاثیرات منفی تغییرات اقلیمی موثر تمام شود.
این پروژه در همکاری و حمایت کشور سویس در افغاستان تطبیق می‌گردد و برای دو سال تدوین گردید.
افغانستان از جمله‌ کشورهای است که از ناحیه تغییرات اقلیمی به گونه جدی تاثیر پذیر است و در این وزارت زراعت امارت اسلامی افغانستان برنامه های مختلفی را جهت کاهش خسارات ناشی از تغییراقلیمی تطبیق می نماید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دمیدان وردګو ولایت دجلریز ولسوالی دبېلابېلو حوزو بزګرانو ته دجلریز ولسوالی دکرنیزو خدمتونو لوی مدیریت دمسؤلو کارمندانو له خوا روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۵
Background image

بلخ کې د قدرتي ځنګلونو د بیا رغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، دقدرتي ځنګلونو د بیا رغونې او ودې پروژه د نهرشاهي ولسوالی اړوند د سلطان بابا علي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه دایره شوه

۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي استادانو، د بورد غړو او د. . .

بازگشت