د کرنې وزارت او د غنمو د کرنیزو تخمونو تولیدونکو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۴/۲۳ - ۱۴:۲۳
د کرنې وزارت او د غنمو د کرنیزو تخمونو تولیدونکو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د غنمو د کرنیزو تخمونو تولیدونکو شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه د کابل په بادام باغ کې  دائره شوه.
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په دې ناسته کې د غنمو دکرنیز تخم د تولید پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ وویل: «زموږ مسوولیت دا دی، چې بزګرانو ته داسې د غنمو اصلاح شوي تخمونه چمتو کړو چې بزګرانو ته ګټور او غوره حاصلات ولري، خصوصي سکتور ته د اصلاح شویو تخمونو د تولید او ترویج لپاره زمینه برابره شوې او یوه ځانګړې بیه دې وټاکل شي، چې د بزګرانو او تولیدونکو په ګټه وي.»
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مرستیال انجنیر محمد اغا هم په دې اړه وویل: «غنم د افغانستان اصلي خواړه دي، د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اصلي تمرکز د کیفیت لرونکي غنمو تولید او د هغې اقتصادي اهمیت دی او د دې ادارې اصلي موخه دا ده، چې څنګه له بزګرانو سره مرسته وکړي، چې ښه حاصلات راټول کړي.»
په افغانستان کې د کرنیزو تخمونو د توليد د ټولنې غړی حاجي حفيظ الله وويل: «د کرنیزو تخمونو د تولید ټولنه په کلنۍ ډول له څلویښت زره ټنو څخه زیات کرنیز اصلاح شوي تخمونه تولیدوي او بزګرانو ته یې وړاندې کوي، موږ کیفیت لرونکي تولید ته ژمن یو او د کرنې وزارت له مسوولینو څخه غواړو چې له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي.»
د کرنیزو تخمونو او نباتي موادو د کیفیت تامینول او په هیواد کې د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت د لوړولو په موخه د کرنیزو تخمونو د تولید معیاري کول او کرنیزو تخونو ته بازارموندنه د کرنې وزارت اصلي موخې دي.


نشست هماهنگی میان وزارت زراعت و شرکت‌های تولید تخم بذری گندم دایر گردید
۲۲سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
نشست هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شرکت‌های تولید کننده تخم اصلاح شده بذری گندم در بادام باغ کابل برگزار گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این نشست ضمن تاکید بر کیفیت تولید تخم بذری گندم گفت:« مسوولیت ما این است تا تخم اصلاح شده بذری گندم که به دهاقین مفید باشد و حاصلات بیشتری داشته باشد مهیا کنیم، زمینه برای سکتور خصوصی ایجاد شده تا تخم اصلاح شده بذری را تولید و ترویج دهند و قیمت مشخص که به سود دهاقین و تولید کننده‌گان باشد تعین گردد.»
در همین حال انجنیر محمد آقا معاون سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان در این زمینه گفت:« گندم غذای عمده افغانستان است، توجه اصلی وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد تولید گندم با کیفیت و اهمیت اقتصادی آن است و هدف نهایی این نهاد این است تا چگونه به دهاقین کمک نماید تا حاصلات خوب برداشت نمایند.»
حاجی حفیظ الله یک‌تن از اعضای اتحادیه تولید تخم‌های بذری در افغانستان گفت:« اتحادیه تولید تخم‌های بذری سالانه بیش از چهل هزار تُن تخم اصلاح شده بذری تولید و به دسترس دهاقین قرار می‌دهد، ما متعهد به تولید با کیفیت هستیم و از مسوولان وزارت زراعت می‌خواهیم که سکتور خصوصی را حمایت نمایند.»
تامین کیفیت تخم‌های بذری و مواد نباتی و معیاری ساختن تولید و مارکیت تخم‌های بذری با کیفیت جهت افزایش کمی و کیفی محصولات زراعتی در سطح کشور از اهداف و ماموریت وزارت زراعت است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت