د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۹
د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت او دغه راز د استخباراتو لوی ریاست ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول.
د چارواکو په خبره د کاپیسا ولایت د تګاب او حصله اول ولسوالیو کې د ودانیو جوړولو په موخه د څلور جریبه ځمکې د لېږد تړون د اراضۍ لوی ریاست او استخباراتو لوی ریاست ترمنځ لاسلیک شو.
ياده ځمکه د اراضی اداري د ځمکو د انتقال او وېش ریاست د (۱۰۹) او (۱۱۰) ګنې د ۱۵/۵/۱۴۴۵ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنینحفظه الله د (۵۷۱۸) او (۵۷۱۷) ګنې د ۲۶/۱۱/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا د استخباراتو عمومي ریاست ته په دوه دوه جریبه ځمکه باندې کاپیسا ولایت تګاب او حصه اول ولسوالیو کې د استخباراتو آمریت د تعمیر د جوړولو په پار انتقالېږي.
بلخوا د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر منځ په کندهار ولایت کې د سوداګريزو توکو د صادراتو د بسته بندۍ مرکز دجوړولو په موخه د سل جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
ياده ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د (۵۹۵۰) ګنې د ۲/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته کندهار ولایت کې په سل جریبه ځمکه باندې د سوداګريزو توکو د صادراتو د بسته بندۍ مرکز دجوړولو په موخه انتقالېږي.
دغه تړونونه د اراضي لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید اود صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رییس احسان الله فطرت او دغه راز د استخباراتو لوی ریاست د املاکو څانګې مرستیال احسان الله احسان ترمنځ ترمنځ لاسلیک شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

بازگشت