د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۱۱
د کرنې وزارت اداري رییس سرپل ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ


۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او اجاره ورکولو په موخه سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې، د کرنې وزارت اداري رییس د سرپل د کرنې له رئیس سره وکتل او په دې ولایت کې د وزارت د خالصه جایدادونو د پېژندلو او تثبیت په اړه خبرې او نظریات تبادله شول.
همدارنګه، د کرنې وزارت پلاوي د موضوع د لا ښې ارزونې په موخه د دی ولایت  ولسوالیو ته سفر وکړ، ترڅو له نږدې د خالصه ځمکو وضعیت وارزوي او د هغوی احتمالي عایداتي ظرفیتونه وپیژني.
د عایداتي سرچینو ارزونه، چې پکې دولتي ځمکې او نوری منابع شاملې دي، د کرنې وزارت له هغو هڅو څخه ده چې غواړي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له شتو شتمنیو څخه اغېزناک استفاده وکړي او عواید لوړ کړي.
د کرنې وزارت اداري رییس په دې سفر کې ټینګار وکړ چې د خالصه جایدادونو روڼ او اصولي مدیریت کولای شي د اقتصادي ودې او د کرنیز سکتور لپاره د نوو فرصتونو رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.


سفر رئیس اداری وزارت زراعت به ولایت سرپل برای بررسی جایدادهای خالصه و منابع عایداتی
 ۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
قاری محمد اکبر امینی، رئیس اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به هدف تثبیت جایدادهای خالصه و اجاره‌دادن آن، به ولایت سرپل سفر نمود.
در جریان این سفر، رئیس اداری وزارت زراعت با رئیس زراعت ولایت سرپل دیدار کرد و در مورد شناسایی و تثبیت جایدادهای خالصه وزارت در این ولایت، بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنان هیئت وزارت زراعت به منظور بررسی دقیق‌تر، به ولسوالی‌های آن ولایت سفر کرد تا از نزدیک وضعیت زمین‌های خالصه را مطالعه و ظرفیت‌های بالقوه عایداتی آن‌ها را شناسایی نماید.
بررسی منابع عایداتی، از جمله زمین‌های دولتی و سایر منابع  بخشی از تلاش‌های وزارت زراعت برای افزایش درآمد و استفاده مؤثر از دارایی‌های موجود در ولایات مختلف کشور می‌باشد.
رئیس اداری وزارت زراعت در این سفر تأکید کرد که مدیریت شفاف و اصولی جایدادهای خالصه می‌تواند زمینه‌ساز رشد اقتصادی و ایجاد فرصت‌های جدید در بخش زراعت گردد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت