د کرنې سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې رییس سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۵:۵۷
د کرنې سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې رییس سره وکتل


۱ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عبدالرحمن راشد دخپل کار په دفترکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» رییس ريچارد سره وکتل.
 په دې کتنه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تېرې او نننۍ ورځې د زلزلې او سېلابونو زیانمو کسانو ته د مرستې پر رسونې خبرې وشوې.
د یادونې وړه ده، چې د تېرې شپې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او لسګونه کورونه يې ويجاړ کړي دغه راز تېره ورځ په شمالي ولايتونو کې د بارانونو له امله سېلابونه ډېری کرنیزې ځمکې ویجاړ او کروندګرو او مالدارانو ته يې زيانونه اړولي دي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت