د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۴ - ۱۱:۱۶
د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا په ننګرهار کې ۱۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شول


۲۴ وری ۱۳۹۹
هېواد کې د بڼوالۍ د پراختیا د هلوځلو په دوام داځل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې « CBARD» له خوا د ننګرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې یو زر او۹۵۲ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا ددې ولایت په شپږو ولسوالیو «رودات، کوټ، چپرهار، اچین، خوږیانیو او شیرزادو» کې د سټروسو، انارو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغزو او الوچې یو زر او۹۵۲ جریبه بڼونه جوړ شوي دي.
د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه « CBARD» پر دې سربېره، چې کروندګرو ته تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشه اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې ننګرهار ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي چې په ډېره لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت