د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هلې ځلې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۲
تلاش‌های  ریاست میکانیزه زراعتی وزارت زراعت در راستای میکانیزه سازی زراعت 

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنیزو ماشيني خدمتونو د پیاوړتیا، بیا رغونې او پراختیا په برخه کې پراخې هڅې ترسره کړې دي، چې دا هڅې د کرنې د میکانیزه کولو او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په پار دکرنې وزارت د پیاوړي هوډ څرګندونه کوي.
د کرنیزې میکانیزې ریاست چې خپلې چارې یې له ۱۳۵۹ کال راهیسې د کرنې وزارت په چوکاټ کې پیل کړې دي، په تېرو لسیزو کې یې د کرنیزو ماشيني خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول درلود؛ خو د سیاسي بدلونونو او د ډېرو ماشین‌آلاتو د له منځه تلو له امله، دغه بهیر له جدي ننګونو سره مخ شو. د ۱۴۰۰ کال تر پایه پورې د تراکتورونو لویه برخه غیر فعاله وه او ترمیم ته اړتیا لرله.
د نوو پروګرامونو له پلي کېدو سره، په تېرو څلورو کلونو کې د دې سکتور د بیا احیا لپاره پراخ اقدامات تر سره شول. په ۱۴۰۲ کال کې د کرنیزې میکانیزې سټېشنونو د پیاوړتیا لپاره ۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوه، چې په پایله کې یې ۹ پایه نشنل تریشر واخیستل شول او څو ولایتونو ته ولېږدول شول، ۲۳۳ عراده غیر فعاله تراکتورونه ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او د ۳۴ ولایتونو لپاره تر ۱۰۰ زیاتې کرنیزې ماشین‌آلات وپېرودل شول. همداراز د مرکزي ورکشاپ لپاره اړینې پرزې، روغنیات او تخنیکي تجهیزات برابر شول.
په ۱۴۰۳ کال کې هم دې برخې ته ۳۰ میلیونه افغانۍ نورې ځانګړې شوې، چې له هغې جملې څخه ۸ عراده نوې MF-385 څلورچرخه تراکتورونه، یو عراده فورک‌لیفت او د لېږد وسایط وپېرودل شول. په همدې کال کې په ۳۴ ولایتونو کې ۱۸۷ عراده غیر فعاله تراکتورونه ترمیم شول او ۷۰ پایه کرنیزې ماشین‌آلات ولایتونو ته ووېشل شول. همداراز په یو شمېر ولایتونو کې د ماشین‌آلاتو د ساتنې او خوندیتوب لپاره سیوري (سایه‌بانونه) جوړ شول.
په ۱۴۰۴ کال کې د ۴۰ میلیونه افغانیو بودجې په ځانګړې کېدو سره، د کرنې د میکانیزه کولو د پیاوړتیا بهیر په لا چټکۍ سره دوام وموند. په دې کال کې ۱۴ عراده د مخکیني بیل لرونکي مجهز تراکتورونه، ۱۰ عراده باغي تراکتورونه، د ۱۳۳ عراده غیر فعاله تراکتورونو ترمیم، د سلګونو قلمه پرزو او روغنیاتو پېرود، په جوزجان ولایت کې د یوه مجهز ورکشاپ جوړول او په څو ولایتونو کې د سیوري جوړول له مهمو لاسته راوړنو څخه دي. همداراز د کرنیزې میکانیزې ریاست ودانۍ او اداري څانګې ورغول شول او نوې ماشین‌آلات لکه تریشر، درېبلو ماشین او ریپر هم وپېرودل شول.
د عملي فعالیتونو په برخه کې، د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه له ۴۲۰ زره ساعتونو زیات کرنیز ماشيني خدمات ترسره کړي دي، چې له امله یې سلګونه زره هکټاره کرنیزه ځمکه تر پوښښ لاندې راغلې، له دې درکه تر ۷۵ میلیونه افغانیو زیات عواید ترلاسه شوي او د بانک له لارې د کرنې وزارت د عوایدو حساب ته جمع شوي دي.
همداراز د دې ریاست تقنيني اسناد ښه شوي، په ۳۴ ولایتونو کې بزګرانو ته د ماشيني خدمتونو د وړاندې کولو د ساده‌سازۍ پروسه پلي شوې او د تراکتورونو د فعالیت لپاره نوې تخنیکي لارښوونې عملي شوې دي. سربېره پر دې، د عوایدو د زیاتوالي، د نړۍوالو همکاریو د جلب، د پنځه‌کلنې ستراتیژۍ د تدوین او د راتلونکو کلونو لپاره د کرنیزې میکانیزې سټېشنونو د تجهیز پلانونه هم تر کار لاندې نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، دغه لاسته راوړنې د کرنې د میکانیزه کولو، د تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د لګښتونو د کمولو او د هېواد د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګامونه دي او د دې سکتور د لا پراختیا لپاره هڅې به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنې وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هلې ځلې

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنیزو ماشيني خدمتونو د پیاوړتیا، بیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د میدان وردګو نرخ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکو مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت دنرخې په ولسوالی کې پر ۴۰ بزګرانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۹
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس له ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وکړه

۱۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي خان محمد حقمل د خپل مل پلاوي په ملتیا د مرکز میدان ښار د نرخ سړک ته څېرمه د. . .

بازگشت