د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې د فرصتونو په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۹/۱۷ - ۱۲:۳۲
Ttt

د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې د پانګونې د فرصتونو د همغږۍ لومړنۍ ناسته د کرنې وزارت، سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې د مسوولینو په حضور کې دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
دغه غونډه د پراختایي موخو او برنامو په برخه کې دکرنې وزارت د مقام سلاکار حشمت الله شهراني په دفتر کې د پلان او پالیسۍ رییس مولوي عبدالمجید مبارک، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس مفتي عبدالرحیم شاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې رییس او د کرنې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې د کارپوهانو په ګډون دائره شوې وه.
دغه غونډه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې د بهیر د ښه والي او کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې د فرصتونو او اسانتیاوو د برابرولو په موخه د یادو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د اړوندو ادارو د کارپوهانو او چارواکو ترمنځ خبرې اترې او د نظرونه تبادله وشوه.

جلسه هماهنگی فرصت‌های سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری برگزار شد 

جلسه ابتدایی هماهنگی فرصت‌های سرمایه گذاری در سکتور زراعت و مالداری با حضور مسوولان وزارت زراعت،  وزارت تجارت و صنعت و اتاق زراعت و مالداری در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه در دفتر حشمت الله شهرانی مشاور مقام وزارت در امور اهداف انکشاف و برنامه، با حضور داشت مولوی عبدالمجید مبارک رئیس پلان و پالیسی، مفتی عبدالرحیم شاهد رئیس انکشاف سکتور خصوصی، رییس سرمایه گذاری وزارت تجارت و صنعت و متخصصین وزارت‌ زراعت، وزارت صنعت و تجارت و اتاق تولیدات زراعت و مالداری افغانستان برگزار شد. 
این جلسه به منظور تقویت هماهنگی میان ادارات متذکره به هدف بهبود روند سرمایه‌گذاری و دریافت و ایجاد فرصت‌های سرمایه گذاری برای سرمایه گذاران داخلی و خارجی در سکتور زراعت و مالداری برگزار شده بود که به این هدف میان متخصصین و مسوولان ادارات زیربط  بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت