د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د کرنې وزارت مرستیال له ترکي پانګه‌وال سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۲:۴۵
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د کرنې وزارت مرستیال له ترکي پانګه‌وال سره وکتل


۲۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پیاوړتیا په موخه، د ترکیې یو ستر سوداګر انجنیر حسن دوعان د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره وکتل او په دې برخو کې د پانګونې د لا زیات فرصتونو غوښتنه یې وکړه.
انجینر حسن دوعان وویل: «موږ افغانستان ته راغلي یو ترڅو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړو، ځکه افغانستان یو کرنیز هېواد دی او زموږ موخه هم په همدې برخو کې کار کول دي. موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې دغه فرصتونه راته لا زیات برابر کړي.»
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مرستیال د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د معیاري یخچالونو د جوړولو او نورو اړینو بنسټونو په جوړولو ټینګار وکړ. هغه وویل: «موږ په هره برخه کې پانګه‌والو ته فرصت برابروو، ځکه افغانستان په کرنیزو محصولاتو کې د لوړ تولید ظرفیت لري چې د ساتنې او وېش لپاره مناسب تجهیزاتو ته اړتیا لري».
دغه لیدنه د هغو هڅو برخه وه، چې د ترکیې سوداګر د افغانستان په اقتصاد کې د پانګونې لپاره زیات لیوالتیا لري، په ځانګړې توګه د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته چې د افغانستان او د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شوي دي.

دیدار معین وزارت زراعت با تاجر ترکی برای سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری
۲۷ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
در راستای تقویت همکاری‌های اقتصادی و سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری افغانستان، انجنیر حسن دوعان یکی از تاجران بزرگ ترکیه، در دیدار با معین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان خواهان ایجاد فرصت‌های بیشتر برای سرمایه‌گذاری در این بخش‌ها شد.
انجنیر حسن دوعان اظهار داشت: «ما به افغانستان آمده‌ایم تا در بخش زراعت و مالداری سرمایه‌گذاری کنیم، چون افغانستان یک کشور زراعتی است و هدف ما هم کار در این بخش‌هاست. از امارت اسلامی می‌خواهیم که این فرصت را برای ما بیشتر فراهم کند.»
در این دیدار، معین وزارت زراعت ضمن استقبال از سرمایه‌گذاری‌های خارجی در کشور، بر اهمیت ایجاد زیرساخت‌های مناسب، به ویژه سردخانه‌های معیاری برای حفظ محصولات زراعتی تأکید کرد. وی گفت: «ما در هر بخش فرصت را برای سرمایه‌گذاران مهیا می‌کنیم، زیرا افغانستان ظرفیت تولید بالا در بخش زراعتی دارد که نیاز به تجهیزات مناسب برای نگهداری و توزیع دارد.»
این دیدار به دنبال افزایش علاقه‌مندی تاجران ترکیه به سرمایه‌گذاری در افغانستان صورت گرفت، به ویژه پس از روی کار آمدن امارت اسلامی که موجب تقویت روابط اقتصادی میان افغانستان و کشورهای مختلف شده است.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲
Background image

د کرنې وزارت کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت ۵۰ تنو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱
Background image

نورستان کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د نیالګیو کېنولو پسرلنی ملي کمپاین د یو لړ مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۵۴
Background image

روسیې ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر او د تخنیکي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون ته د. . .

بازگشت