د کرنې او مالدارۍ مرستیال: کرنیز تولیدات باید معیاري او سوداګریزې شي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۹:۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال: کرنیز تولیدات باید معیاري او سوداګریزې شي


۸  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم چې د کابل پوهنتون دکرنې پوهنځی د څېړنیزو پوسټرونو په نندارتون کې یې ګډون کړی ؤ وویل: «کرنیز تولیدات باید معیاري، سوداګریز او صنعتي شي.»
مولوی صدر اعظم زیاته کړه: «د افغانستان ۸۰ یله وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، کرنه معیاري څېړنې ته اړتیا لري، موږ له اکاډمیکو بنسټونو او پوهنتونو سره د عمل په ډګر کې همکاریو ته چمتویو.»
په همدې حال کې د کابل پوهنتون رییس ډوکټور اسامه عزیز دکرنې په برخه کې د مسلکي کسانو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: «افغانستان یو کرنیز او په کرنه متکي هېواد دی، په دې برخه کې د مسلکي کسانو روزنه او څېړنې اړینې چارې دي. موږ معیاري څېړنو ته اړتیا لرو.»
د کابل په پوهنتون کې د کرنیزو پوسټرونو نندارتون، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال، دکرنې وزارت مرستیال، دکابل پوهنتون د رییسانو او استادانو، متخصصینو او زده کړیالانو په حضور کې دائره شوې وه.

معین زراعت و مالداری:
 تولیدات زراعتی باید تجارتی و معیاری شود
مولوی صدراعظم معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری که در نمایشگاه پوسترهای تحقیقی پوهنځی زراعت، پوهنتون کابل اشتراک کرده بود گفت:«تولیدات زراعتی باید معیاری، تجاری و صنعتی شود».
مولوی صدراعظم علاوه کرد: مردم افغانستان 80 درصد مصروف زراعت و مالداری هستند، زراعت نیاز به تحقیقات معیاری دارد، ما در میدان عمل با نهاد اکادمیک و پوهنتون آماده همکاری هستیم.
در همین حال دوکتور اسامه عزیر رییس پوهنتون کابل در مورد اهمیت اشخاص مسلکی در بخش زراعت سخن زده گفت:« افغانستان ملک زراعتی و متکی به زراعت است، تربیه اشخاص ملکی و تحقیقات در این زمینه ضروری است، ما نیاز به تحقیقات داریم که معیاری باشد».
نمایشگاه پوسترهای زراعتی در پوهنتون کابل با حضور معین وزارت تحصیلات عالی، معین وزارت زراعت، رییسان و استادان پوهنتون کابل، متخصصین و محصلین برگزار شد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت