د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۵۷
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې له رییس سره وکتل

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» له رییس فاضل آکین اردوغان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ترکيې هېوا د مرستو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پروګرامونو سره د دغو مرستو د همغږۍ په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړل.
همدارنګه، په هېواد کې د لمرګل (آفتاب‌پرست) د کر د پروژې د تطبیق څرنګوالي په اړه خبرې اترې او پلان جوړونه وشوه.
دا غونډه په افغانستان کې د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د کرنیزو او پرمختیایي پروژو په پلي کولو د ټینګار په موخه ترسره شوه.

دیدار معین زراعت و مالداری  با رئیس نهاد انسجام کمک‌های کشور ترکیه در افغانستان 
۳ سنبله  ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، با فاضل آکین اردوغان رئیس نهاد انسجام کمک‌های کشور ترکیه در افغانستان یا تیکا در دفتر کار خود دیدار کرد.
در این دیدار، طرفین در مورد کمک‌های کشور ترکیه در افغانستان و هماهنگی آن با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان بحث و تبادل نظر نمودند. همچنین در مورد چگونگی تطبیق پروژه کشت گل آفتاب‌پرست در کشور گفتگو و برنامه‌ریزی شد.
این دیدار بر افزایش همکاری‌های دوجانبه و اجرای پروژه‌های زراعتی و توسعه‌ای در افغانستان تأکید دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۰
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق                                                            
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سره رود، مومندرې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

کندهار کې د دوو مهمو چکډېمونو د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۲۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د قدرتي سرچینو آمریت د مستقیمې څارنې په ترڅ کې، د کښته شاولیکوټ ولسوالی د. . .

بازگشت