د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ډاکار مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۹:۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ډاکار مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ډاکار مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې، دواړو خواوو د فعالیتونو د همغږۍ، د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو او سرچینو د غوره استفادې او پر بزګرانو او مالدارانو د کیمیاوي سرو او مثمرو نیالګیو د وېش په اړه خبرې اترې وکړې.
مولوي صدراعظم عثماني د مؤسسو په فعالیتونو کې د مؤثریت، روڼتیا، د کورنیو سرچینو د کارونې، او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار وکړ او له ډاکار مؤسسې یې وغوښتل، چې دا اصول په خپلو فعالیتونو کې په پام کې ونیسي.
د ډاکار مؤسسې چارواکو هم د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په برخه کې د خپلې ژمنې یادونه وکړه او د خپلو فعالیتونو یوه برخه یې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریکه کړه.

دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه داکار
۳۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با هیئت رهبری موسسه داکار در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار، طرفین درباره هماهنگی در فعالیت‌ها، استفاده بهینه از تولیدات و منابع زراعتی و مالداری، توزیع کود و نهال‌های مثمر برای دهقانان و مالداران گفتگو کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی بر اهمیت موثریت، شفافیت، استفاده از منابع داخلی در فعالیت‌های موسسات و حمایت از دهقانان و مالداران تأکید کرد و از هیئت موسسه داکار خواست تا این اصول را در فعالیت‌های خود مدنظر قرار دهند.
مسئولان موسسه داکار نیز ضمن تأکید بر تعهدشان به حمایت از دهقانان و مالداران، بخشی از فعالیت‌های خویش را با معین زراعت و مالداری شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
Background image

دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند مارجه کې د خرما ۱۰۰ جریبه بڼ جوړېږي

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅونه او همارۍ یو تن ځايي پانګوال غواړي د مارجې ولسوالی په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د خرما بڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

د لغمان بادپښ ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې  «اې.بي.ام» په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو. . .

بازگشت