د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۳:۵۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره وکتل

۳ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره په کتنه کې ددې پروژې د پلي کولو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې مولوی صدراعظم عثماني په هېواد کې د پرمختيايي پروژو په پلي کولو ټينګار وکړ او د پروژو په تطبيق کې د روڼتیا، اغېزمنتوب او مثمریت اصول مهم وګڼل.
د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژه د اروپبایي ټولنې په مالي او د ډنمارک د کډوالو ټولنې په همکارۍ د هرات، فراه، بادغیس او کونړ په ولایتونو کې پلي کېږي.
د دې پروژې ټولیز لګښت ۴ میلیونه ۸۸۸ زره او ۵۲۰ امریکايي ډالره دی، چې د تطبیق موخه یې په کلیوالي او کم ملاتړه سیمو کې د زیانمنو ټولنو د ژوند خوندیتوب دی.
د خوراکي توکو د خوندیتوب ښه کول او د خوړنیز تونوع په ګډون د خوراکي توکو د تولید او د خوراکي توکو د پروسس د امکاناتو رامنځته کول، د دې پروژې د پلي کولو نورې موخې دي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان پروژه «بهبود معیشت از طریق امنیت غذایی فراگیر» دیدار کرد
۳ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با مسوولان پروژه «بهبود معیشت از طریق امنیت غذایی فراگیر» دیدار و پیرامون چگونگی تطبیق این پروژه گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار بر تطبیق پروژه‌های انکشافی در کشور تاکیده کرده و اصل شفافیت، موثریت و مثمریت در تطبیق پروژه‌ها را مهم پنداشته است.
پروژه «بهبود معیشت از طریق امنیت غذایی فراگیر» با تمویل مالی اتحادیه اروپا و انجمن مهاجرین دنمارک در ولایت های هرات، فراه، بادغیس و کنر تطبیق می‌شود.
هزینه مجموعی این پروژه چهار میلیون و ۸۸۸ هزارو ۵۲۰ دالر امریکایی بوده که هدف از تطبیق آن حفاظت از معیشت جمیعت‌های آسیب‌پذیر در ساحات روستایی و کمتر حمایت شده عنوان شده است.
بهبود امنیت غذایی و ایجاد امکان تولید غذا و پروسیس مواد غذایی به شمول تنوع غذایی از مقاصد دیگر تطبیق این پروژه می‌باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت