د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۹:۵۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره وکتل

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د هر اړخیز خوراکي خوندیتوب له لارې د معیشت د ښه والي پروژې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د پروژې همغږی کوونکی ښاغلي رابرټ او د یادې پروژې تخنیکي مسوولینو په فراه، بادغیس، هرات او کونړ ولایتونو کې د خپلو پروژو د فعالیتونو په اړه د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته معلومات ورکړل او د پروژو د ښه پلي کولو په پار له کرنې وزارت سره د همکارۍ او همغږۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه. 
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د یادې پروژې مسوولینو ته د لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او د پروژو په تطبیق کې یې د شفافیت غوښتنه وکړه.
یاده پروژه د چک ډېمونو او حوضونو جوړولو، د کیمیاوي سرو او سبو تخونو وېش، د بزګرانو کورنیو سره د مرستې، د کرنیزو، مالدارۍ او بڼوالۍ توکو د وېش په برخه کې فعالیت کوي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان پروژه بهبود معیشت از طریق امنیت غذایی فراگیر
۷ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با هیئت رهبری پروژه بهبود معیشت از طریق امنیت غذایی فراگیر ملاقات کرد. 
در این دیدار آقای رابرت هماهنگ کننده پروژه و مسوولان تخنیکی آن در مورد فعالیت‌های پروژه شان در ولایت‌های فراه، بادغیس، هرات و کنر به معین زراعت و مالداری معلومات ارائه نمودند و خواستار افزایش همکاری و هماهنگی با وزارت زراعت در جهت تطبیق بهتر پروژها شد.
در همین حال معین زراعت و مالداری اطمینان همکاری و هماهنگی لازم را با مسوولان پروژه متذکره سپرده و خواستار تامین شفافیت در تطبیق پروژها شد.
این پروژه در بخش‌های احداث چکدم‌ها، حوض، توزیع کودکیمیاوی و تخم سبزیجات، حمایت از خانواده‌های دهقان کار، توزیع وسایل زراعتی، مالداری و باغداری فعالیت می‌کند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د میدان وردګو کرنې ریاست کې د چاپېریال د زرغونتیا په پارنیالګې کېنول شول

۱۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه نیالګي کېنول شول. 
د چاراکو په خبره د یاد ریاست په. . .

بازگشت