د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو ټولنې له غړو سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۸:۴۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو ټولنې له غړو سره وکتل


۱۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان د چرګانو ټولنې له غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د چرګانو د غوښې، هګیو او دانې د تولید او د دې سکتور د پراختیا په اړه خبرې اترې وشوې او د اتحادیې غړو خپلې ستونزې او اړتیاوې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریکې کړې او ورته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
مولوی صدراعظم عثماني د چرګانوټولنې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ د چرګانو روزنې د سکتور د دوامدار ملاتړ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د چرګانو روزنې د فارمونو ستونزو ته به رسېدنه کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با اعضای اتحادیه مرغداری افغانستان
۱۷ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با اعضای اتحادیه مرغداری افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار روی تولید گوشت، تخم و دانه مرغ و انکشاف این سکتور صحبت صورت گرفت و اعضای اتحادیه مشکلات و نیازمندی‌های خویش را به معین زراعت و مالداری شریک نموده و خواستار توجه به آن شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی ضمن تقدیر از فعالیت‌های اتحادیه مرغداری اطمینان حمایت دوامدار از سکتور مرغداری را سپرده  و تعهد  به رفع نمودن مشکلات مرغداران نمود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت