د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ اداري غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۵۸
د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ اداري غونډه دائره شوه

۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ اداري غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د دې معینیت د رییسانو په حضور کې ترسره شوه.
مولوي صدراعظم عثماني په دې ناسته کې د معینیت رییسانو ته خطاب وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلو دندو ته په ټاکلي وخت حاضر شي او خپلې چارې په غوره ډول ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې مسؤلین باید له تکبر څخه ځان وساتي، د خپلو دندو مسؤلیت واخلي او ښه اخلاق خپل کړي.
مولوي عثماني په پای کې زیاته کړه: «الله تعالی څخه وډار شئ او د خپل ولس خدمت وکړئ.»
یاده غونډه د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ د چارو د ښه ترسره کولو او لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوه، ترڅو مسؤلین خپلې دندې د کار د لومړیتوبونو له مخې په ښه توګه ترسره کړي او د هېواد د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

جلسه اداری معینیت زراعت و مالداری برگزار شد
۳۰ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه اداری معینیت زراعت و مالداری به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، و با حضور رییسان این معینیت برگزار گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی در این جلسه به رییسان معینیت زراعت و مالداری خطاب کرد و از آنان خواست تا در وقت معین به وظایف خود حاضر شوند و کارهای خود را به بهترین وجه انجام دهند. او همچنین تأکید کرد که باید از تکبر دوری کرده، مسئولیت‌پذیر باشند و اخلاق حسنه را پیشه کنند. مولوی عثمانی در پایان افزود: « از الله بترسید و خدمت‌گزار مردم خود باشید.»
این جلسه در راستای بهبود عملکرد و هماهنگی بیشتر در بخش‌های مختلف معینیت زراعت و مالداری برگزار شد تا مسئولین این بخش‌ها با توجه به اولویت‌های کاری، وظایف خود را به نحو احسن انجام دهند و در راستای توسعه بخش زراعت و مالداری کشور تلاش کنند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کندهار د کرنې رییس له همکارو مؤسسو سره د کرنیزو پروژو د اغېزمن پلي کېدو او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه سکتوري غونډه وکړه

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرازق ابوالامین، د همکارو مؤسسو له ولایتي استازو سره د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د میدان وردګو د کرنې رییس په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د کرنیزو خدمتونو د ښه والي او د بزګرانو د ستونزو د حل سپارښتنې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمدرحیم نعماني، د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت چک او دایمیرداد ولسوالیو ته د. . .

بازگشت