د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د خزانی نندارتون د ترسره کولو لپاره د همغږۍ او انسجام په موخه ناسته جوړه شوه

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۸:۳
د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د خزانی نندارتون د ترسره کولو لپاره د همغږۍ او انسجام په موخه ناسته جوړه شوه


۱۲ تله ۱۴۰۳ ه‍.ش  
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنې او مالدارۍ معینیت کې د اړوندو ادارو د رییسانو په ګډون، د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د خزانی نندارتون د ترسره کولو لپاره یوه ناسته جوړه شوه.
مولوي عثماني په دې غونډه کې ټینګار وکړ: "د کرنې او مالدارۍ د مني محصولاتو نندارتون په ملي او نړیوالو بازارونو کې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې لپاره یوه غوره موقع ده او باید په بریالیتوب او د پام وړ لاسته راوړنو سره ترسره شي."
په دې ناسته کې د نندارتون د ترسره کولو لپاره د همغږۍ او انسجام، مالي ستونزو حل، تدارکاتي مراحلو، تبلیغاتو او تشریفاتو په اړه بحث وشو.
د کرنې او مالدارۍ د مني نندارتون به د کابل په بادام باغ کې د تلې له ۲۵مې څخه تر ۲۸مې پورې د څلورو ورځو لپاره ترسره شي. په دې نندارتون کې به کرنيز محصولات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، د څارويو محصولات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.

جلسه‌ای به منظور هماهنگی و انسجام در برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری دایر شد
۱۲ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش 
جلسه‌ای به منظور هماهنگی و انسجام در برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، با حضور رؤسای ادارات ذیربط در معینیت زراعت و مالداری برگزار شد.
مولوی عثمانی تأکید کرد: «نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری فرصتی برای بازاریابی محصولات زراعتی در سطح ملی و بین‌المللی است و باید با موفقیت و دستاوردهای چشمگیر برگزار شود.»
در این جلسه، بر هماهنگی و انسجام در برگزاری نمایشگاه، حل مشکلات مالی، مراحل تدارکاتی، تبلیغات و تشریفات تأکید شد.
نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری در بادام باغ کابل به مدت چهار روز از ۲۵ تا ۲۸ میزان برگزار می‌شود و در آن  محصولات زراعتی، صنایع دستی، ماشین‌آلات زراعتی، محصولات حیوانی و نباتات طبی به نمایش گذاشته خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت