د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څو ریاستونو کې بدلونونه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۳۳
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په څو ریاستونو کې بدلونونه 

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د منظورۍ پر بنسټ، د یاد وزارت په یو شمېر ریاستونو کې د کاري بهیر د لا ښه والي او اداري انسجام لپاره تازه بدلونونه راوستل شول.  
د دغو بدلونونو له مخې، مفتی عبدالرحیم شاهد، چې تر دې وړاندې د خصوصي سکتور د پراختیا رییس و، د پلان او پالیسي د نوي رییس په توګه وټاکل شو. همداراز، مفتي عبدالغفور بخاري، چې وړاندې د تدارکاتو ریاست رییس و، د خصوصي سکتور د پراختیا رییس وټاکل شو او قاري مبارک، چې د پلان او پالیسيۍ ریاست یې اداره کاوه، د تدارکاتو ریاست رییس وټاکل شو.  
د نویو مسؤلینو د معرفي کولو مراسم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» او د وزارت د یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.  
په دې مراسمو کې د اغېزناکې مشرۍ، د اداري ظرفیت لوړونې او د کرنې وزارت د پراختیایي برنامو د لا ښه تطبیق پر اهمیت ټینګار وشو. دغه بدلونونه د کرنیزو برنامو د پیاوړتیا، د پروژو د ښه تنظیم او د کرنیز سکتور د پراختیايي پالیسیو د تطبیق په موخه ترسره شوي دي.  
ملا آغا جان آخند «حاجي سالم» له نویو مسؤلینو وغوښتل، چې په ژمنتیا او ځیرکتیا د خدمتونو د ښه والي او د هېواد د کرنیزو تولیداتو د لوړولو لپاره هڅې وکړي.

تغییر و تبدیلی در چند ریاست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
۱۹ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
به اساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و منظوری ریاست‌الوزرا امارت اسلامی افغانستان، تغییرات تازه‌ای در برخی ریاست‌های این وزارت به هدف بهبود روند کاری و انسجام بهتر امور اداری اعمال گردید.
بر بنیاد این تغییرات، مفتی عبدالرحیم شاهد، که پیش از این ریاست توسعه سکتور خصوصی را بر عهده داشت، به عنوان رئیس جدید ریاست  پالیسی و پلان  تعیین شد. همچنان مفتی عبدالغفور بخاری، رئیس پیشین ریاست تهیه و تدارکات، به عنوان رئیس توسعه سکتور خصوصی گماشته شد و قاری مبارک، که قبلاً ریاست پالیسی و  پلان  را اداره می‌کرد، اکنون به حیث رئیس تهیه و تدارکات تعیین گردید.
در مراسم معرفی مسؤولان جدید که با حضور ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری و شماری از روئسا و کارمندان وزارت زراعت برگزار شده بود، بر اهمیت مدیریت مؤثر، ارتقای ظرفیت ادارات و اجرای بهتر برنامه‌های انکشافی وزارت زراعت تأکید شد. این تغییرات در راستای تقویت برنامه‌های زراعتی، تنظیم بهتر پروژه‌ها و تطبیق سیاست‌های توسعه‌ای در سکتور زراعت صورت گرفته است.
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از مسؤولان تازه‌گماشته‌شده خواست تا با تعهد و پشتکار، در راستای بهبود عرضه خدمات و ارتقای ظرفیت تولیدات زراعتی کشور تلاش نمایند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت