د کرنې، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د ۱۷ فعالیتونو د تطبیق پلان د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره شریک شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۸:۲۰
پلان تطبیق ۱۷ فعالیت در بخش زراعت، آبیاری و باغداری با معین زراعت و مالداری شریک شد

د اکشن اېډ مؤسسې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د ۱۷ فعالیتونو د پیلولو طرحه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سره شریکه کړه، چې ټاکل شوې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې پلې شي. 
د دغو فعاليتونو لګښت په ټوليز ډول دوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له خوا ورکول کېږي او د اکشن اېډ مؤسسې له خوا پلې کېږي.
د ایکشن اېډ مؤسسې د مسوولینو په وینا، له دغو پروژو څخه به شاوخوا لس زره کسان ګټه پورته کړي، چې په کې د اوبولګولو د کانالونو جوړول، د شنوخونو جوړول، د غلودانو او سبو د تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د ۴۵۰ جریبه مېوو بڼونو جوړول، محصولاتو ته بازارمونده او د کورنیو نندارتونونو جوړول شامل دي، چې په راتلونکو ۱۵ میاشتو کې به د ننګرهار او لغمان په یو شمیر ولسوالیو کې پلي شي.

پلان تطبیق ۱۷ فعالیت در بخش زراعت، آبیاری و باغداری با معین زراعت و مالداری شریک شد
۸ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مسوولان موسسه اکشن اید  پلان راه‌اندازی ۱۷ فعالیت در سکتور زراعت، آبیاری و باغداری را با مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت شریک نمودند که قرار است در ولایت‌های لغمان و ننگرهار در جریان ۱۵ ماه آینده تطبیق گردد.
هزینه این فعالیت‌ها در مجموع به دو نیم میلیون دالر می رسد که از طرف دفتر عمران سازمان ملل متحد(UNDP)  تمویل می‌گردد و موسسه اکشن اید آن را تطبیق می‌نماید.
 به گفته مسوولان موسسه اکشن اید از این پروژه نزدیک به ۱۰ هزار نفر مستفید می شوند و احداث ۴۵۰ جریب باغ، کانال‌های آبیاری، احداث سبزخانه‌ها، توزیع تخم سبزیجات، غله جات و کودکیمیاوی، بازاریابی محصولات و راه‌اندازی نمایشگاه‌های داخلی از فعالیت می‌باشد که در جریان ۱۵ ماه آینده در چندین ولسوالی ننگرهار و لغمان عملی می‌گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د. . .

بازگشت