د کرنیزو پورونو منظورۍ د کمېټې له خوا پنځه پورونه منظور شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۶:۵۲
د کرنیزو پورونو منظورۍ د کمېټې له خوا پنځه پورونه منظور شول

۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنیزو پورونو د منظورۍ د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو مالوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته دپنځو کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړل.
دکرنې په وزارت کې، د کرنې د پراختیا صندوق "ADF" د پورونو منظورۍ د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي مرستیال او د پورونو د منظورۍ د کمېټې مشر شېرشاه امیري په مشرۍ، د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور پنځه غوښتنې او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په ټوله کې پنځه بېلابېل پورونه منظور شول، چې د کندافورټ کمپنۍ، مهران ګذرګاه سوړ سپور شرکت، حاجي محمد بلخي احمدزی جیني پروسس، توکل به خدا لمیټډ او اطلاس کشمیره شرکتونو ته ورکول کېږي.
د کرنې وزارت تخنیکي مرستیال شېرشاه امیري د یادو پورونو د منظورۍ په ناسته کې د پور ورکونې په بېلابېلو پایلو او اغېزو د کرنې وجهي صندوق له غړو سره خبرې وکړې او د شرکتونو پر لا پیاوړتیا يې ټينکار وکړ.
د کرنې د پراختیا صندوق "ADF" یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق سترې دندې ديa

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۱
Background image

هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
Background image

میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو. . .

بازگشت