د کاپیسا کوه‌بند ولسوالی کې پر ۵۰۰ مستحق مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۰
د کاپیسا کوه‌بند ولسوالی کې پر ۵۰۰ مستحق مالدارانو د څارويو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل شو

د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د استار موسسې په همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداې «اف.اې.او»په مالي ملاتړ، د کوه‌بند ولسوالی ۵۰۰ مستحق مالدارانو ته د حیواني خوراکي موادو (کنجاړې) وېش لړۍ پيل کړ.
د افتتاح مراسم د کاپیسا د کرنې رییس مولوي محمد رحیم نعماني، د اراضۍ آمر مولوي نقیب‌الله خادم، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکتر عبدالخلیل رحماني، د کوه‌بند ولسوالی د کرنیزو خدماتو مدیر مولوي عبدالحق حقاني، د پلان او همغږۍ مدیر عارف ولي‌زاده او د استار موسسې د استازو په حضور کې ترسره شول.
په دغه برنامه کې ټولټال ۲۰۰۰ بوجۍ کنجاړه چې هره یوه یې ۵۰ کیلوګرامه ده، وېشل کېږي چې د هر مالدار برخه ۲۰۰ کیلوګرامه ده. د کاپیسا د کرنې رییس د وېش پر شفافیت او د مالدارانو د ملاتړ لپاره د علوفې د برابرولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
په پای کې، ډاکتر رحماني مالدارانو ته د کنجاړې د تغذيې ارزښت او د ورځني استعمال په اړه تخنیکي مشورې وړاندې کړې.
د دې برنامې موخه د څارویو د تغذيې پیاوړتیا، په ژمي کې د تلفاتو راکمول او د مالدارانو اقتصاد ښه کول دي. یاد پروګرام په اله‌سای ولسوالی کې هم پيل شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت