د کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو لپاره د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۰:۲۳
د کارکوونکو د کاري مهارتونو د لوړولو لپاره د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست په مقام کې د کارکوونکو د علمي وړتیا  لوړولو په موخه د یاد ریاست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني په مشرۍ غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د جیوډیزي او کدستر عمومي رییس مولوي سعيدالرحمن مظهري، د ارزونې او استملاک رییس مولوي حضرت محمد طیب، د سروې کدستر رییس مولوي سيد عبدالواحد هارون، د تصفيې رییس مولوي ضياء الحق ضياء، د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات، د ځمکو د معلوماتو د سيستم او ځمکې بانک ریيس میر سعدالدین سادات او د دغه څانګې یو شمېر آمرينو هم ګډون درلود.
دغه روزنیز پروګرام چې د ځمکو چارو لوی ریاست له خوا د هېواد په کچه په ټولو زونونو کې د ځمکې په تخنیکي او حقوقي برخو کې د کارکوونکو د علمي وړتیا لوړولو لپاره په لاره واچول شي، په څلورو (شمال ، لویدیځ ، کندهار او سوېل ختيځ ) زونونو کې بشپړ او دا پروګرام به په راتلونکې اوونۍ کې د هېواد مرکزي زون کارکوونکو لپاره پیل شي.
په دې روزنیز پروګرام کې، چې درې ورځې به دوام  وکړي د مرکزي زون ( کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، پنجشېر، کاپيسا او بامیان) ولایتونو د تصفيې، استملاک، کدستر، دځمکو د انتقال او تبادلې، د ځمکو د معلوماتو سيسټم او د ځمکو بانک په برخه کې کارکوونکو ته د ښوونکو له لورې په بشپړه توګه معلومات ورکړل شي.

په دغه درې ورځني روزنيز پروګرام کې الحاج شاه جهان جلات او احمد فواد دراني د استملاک په برخه کې، عبدالرب صمدي او بشير نوري د تصفيې په برخه کې، غلام رباني شينواری او حبیب الله امیري د ځمکو د انتقال او تبادلې په برخه کې، احمد فواد ميران او عبدالله ترابي د کدستر په برخه کې او مير سعدالدین سادات او ذبيح الله رحمتي د ځمکو د معلوماتو سيسټم او بانک زمین په برخه کې د ښوونکې په توګه کارکوونکو ته په علمي او تفصيلي توګه به معلومات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت