د چین هېواد په همکارۍ؛ درې معیاري د مېوو سړې خونې جوړیږي

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۲۳
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری با جمهوری خلق چین، سه سردخانه بزرگ و معیاری برای نگهداری میوه‌جات در افغانستان می‌سازد. طرح این سردخانه‌ها تکمیل شده و پس از ارزیابی‌های فنی و امکان‌سنجی، کار عملی آن آغاز خواهد شد.


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چین ولسي جمهوریت په همکارۍ،  دمېوو د ساتنې لپاره په افغانستان کې درې سترې او معیاري سړه خونې جوړوي. د دغو سړو خونو طرحه بشپړه شوې او له تخنیکي ارزونې او امکان‌سنجۍ وروسته به یې عملي کار پیل شي.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د چین د سفارت له اقتصادي او سوداګریز سلاکار "ما چنګوانګ" او د یاد سفارت له اقتصادي سکرتر "شو چنګ‌ژي" سره د دې پروژې د تطبیق او لا زیاتو همکاریو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي فیضان د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ د یادې پروژې د تطبیق لپاره په مرکز او ولایتونو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو یو او ملاتړ یې کوو.»
د کرنې وزارت مشرتابه پلان لري، چې د ملي او نړۍوالو مؤسسو په هڅونې او ملاتړ، د معیاري سړو خونو جوړولو چارې په مرکز او ولایتونو کې پراخ کړي، څو د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي، د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه ونیول شي او صادرات پیاوړي شي.
دغه اقدام به د تخنیکي ملاتړ ترڅنګ، د کرنې سکتور د پراختیا او د هېواد د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

به همکاری کشور چین؛ سه سردخانه معیاری میوه‌جات ساخته می‌شود
۲۸ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری با جمهوری خلق چین، سه سردخانه بزرگ و معیاری برای نگهداری میوه‌جات در افغانستان می‌سازد. طرح این سردخانه‌ها تکمیل شده و پس از ارزیابی‌های فنی و امکان‌سنجی، کار عملی آن آغاز خواهد شد.
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، در دیدار با آقای "ما چنگوانگ" مشاور اقتصادی و تجارتی و آقای "شو چنگ‌ژی" سکرتر اقتصادی و تجارتی سفارت چین، روی چگونگی تطبیق این پروژه و همکاری‌های بیشتر بحث و تبادل نظر کردند.
آقای فیضان ضمن تأکید بر اهمیت این پروژه گفت: «ما آماده هرنوع همکاری در تطبیق پروژه‌ها در مرکز و ولایات هستیم و از آن حمایت می‌نماییم.»
رهبری وزارت زراعت در نظر دارد تا با تشویق و جلب حمایت موسسات ملی و بین‌المللی، ساخت و ساز سردخانه‌های معیاری را در مرکز و ولایات گسترش دهد تا زمینه بهبود اقتصاد دهاقین، جلوگیری از ضیاع محصولات و تقویت صادرات فراهم شود.
این اقدام در کنار حمایت تخنیکی، می‌تواند نقش مؤثری در توسعه سکتور زراعت و تقویت امنیت غذایی در کشور ایفا کند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت