د چارو ښه والي په پار د ځمکو چارو ریاست د مشرتابه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۰:۳۰
د چارو ښه والي په پار د ځمکو چارو ریاست د مشرتابه غونډه دائره شوه

١٤ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١٨ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د دغه رياست د کار او فعالیتونو د ښه والي په موخه د دې ادارې د استملاک او جیودیزۍ عمومي ریاستونو له مسوولینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې او خپل نظرونه شريک کړل. 
ښاغلي ملا عبدالرحمن رحماني د عمومي رياستونو له چارواکو وغوښتل، چې د دغه ادارې په ټولو کاري برخو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.
د عمومي ریاستونو مسوولین د ځمکو چارو ریاست له مشرتابه سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د دغه رياست د ښه والي په پار يې خپل نظرونه هم شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت