د ځنګلونو له بیارغونې د طبي بوټو ترکرکېلي: تېرمالي کال کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو بیارغونې اوخوندیتابه لپاره څه کړي؟

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۹ - ۱۵:۳۲
د ځنګلونو له بیارغونې د طبي بوټو ترکرکېلي

۲۹ مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو برخو کې کار کوي. د کرنې وزارت په ترټولو مهمو فعالیتونو کې د غنمو او غلو دانو زیاتوالي په پار هلې ځلې، د اوبولګولو تاسیسات جوړول، د بڼوالۍ، صنعتي نباتاتو او سبو پراختیا، د مالدارۍ پرمختیا، د اقلیم بدلون پر اساس د طبیعي سرچینو تنظیم، د خوړو خوندیتوب، بنیادي سمونونه او د مېرمنو پیاوړتیا او ملاتړ شامل دي.
په یادو برخو کې یوه مهمه برخه د هېواد طبیعي سرچینې دي، چې دکرنې وزارت یې د پراختیا، بیارغونې او خوندیتابه په پار هلې ځلې کوي.
د افغانستان طبیعي سرچینو کې ځنګلونه، څړ ځایونه، خوندي سیمې او د ځنګلي حیواناتو د ژوند پناه ځایونه شامل دي، چې په تېر کې له جدي انساني او طبیعي ګواښونو او ننګونو سره مخ ول. د وګړو کړندۍ وده، بې وزلۍ، په طبیعي سرچینو د کلیوالو ټولنو ډېر انحصار، ددې سرچینو د مدیریت او داقلیم بدلون په اړه د عامه پوهاوی نه شتون د طبیعي سرچینو د ساتنې او مدیریت لپاره لویې ننګونې دي.
خو دکرنې وزارت د تېر ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د طبیعي سرچینو په برخه کې کومې کړنې او فعالیتونه ترسره کړې دي؟
د تېر ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست د همکارو پروژو او سیمه ییزو ټولنو په همکارۍ د طبیعي سرچینو د تنظیم ملي برنامه، چې په کې «د طبیعي ځنګلونو بیارغونه، د قوریو جوړول، د څړځایونو او روانو شګو تنظیم، ودانیز فعالیتونه او د طبیعي ارزښت د اکوسیسټمونو تنظیم» شامل دي پلي کړي دي. همداراز د یاد ریاست له خوا د هېواد په اوو ولایتونو «تخار، جوزجان، بغلان، سمنګان، هرات، بلخ او بدخشان کې د انجې او شیرین بویې طبي بوټو د بیا تولید او ساتنې پروژې هم پلي شوي دي.
دکرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست د ۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د طبیعي سرچینو په برخه کې یولړ لاسته راوړنې هم درلودې، چې په کې د لغمان او کونړ ولایتونو د ۱۵۷ هکټاره ځمکې لپاره د چهارمغزو ۹۴زره او ۳۹۰ نیالګیو او د ۱۱۷ هکټاره سیمو د بیارغونې لپاره د ۷۰زره او ۶۶۹ نیالګیو تولید، په اتو ولایتونو کې د تخمونو د کښت له لارې د جلغوزیو، پستې او چهارمغزو ۶۰۶هکټاره ځنګلونو بیارغول او ساتل، د کونړ په ولایت کې د ۳۵۰۰ متر مکعب چکډمونو د جوړولو له لارې د ابرېزو تنظیم او ترڅنګ یې د کرنیزو ځنګلونو د پراختیا په پار د سمنګانو په ولایت کې د بادامو ۸۰ جریبه بڼونه، د فراه په ولایت کې د عنابو ۷۰ جریبه بڼونه او په پنجشیر کې د توتو ۲۰ جریبه بڼونه جوړ او پر بڼوالو د بڼوالۍ ۱۷۰ کڅوړې وېشل شوي دي.
دغه راز د ۲.۳ میلیونه نیالګیو د تولید په پار د ۲۳۳ قوریو جوړول، د تخار فارم پاتې رغنیزې چارې بشپړول، دکونړ، بادغیس او لغمان په ولایتونو کې د ځنګلولی ۱۲۲ ټولنو ته د فعالیت جوازونه ورکول، په درېوو ولایتونو کې د ځنګلولی ۱۰۰ ټولنو ته د ځنګلونو د مدیریت جوازلیکونه ورکول، د جلغوزیو او چهارمغزو د ۴.۶ میلیونه نیالګیو د تولید په پار یوزر او ۷۶ کورني قوریې جوړول، د جلغوزیو او چهارمغزو د دوه میلیونه نیالګیو تولید، چې ۱۴۰۰ ام کال کې د لېږد لپاره چمتو شوي دي او د مستقیمو تخمونو د کرکېلي له لارې د پکتیکا د جلغوزیو ۴۰۵ هکټاره ځنګلونه بیارغول هغه چارې دي، چې د طبیعي سرچینو د پراختیا او بیارغونې په برخه کې تر سره شوي دي. په همدې حال کې د وړتیالوړنې په پار ۱۰۷۶ قوریه لرونکو لپاره د ځنګلونو د بیارغونې، ساتنې او مناسبې ګټې اخیستنې په پار بېلابېل پروګرامونه هم په لاره اچول شوي دي.
د زرغون کمربند د ۱۷۶۸ هکټاره سیمو خوندیتوب
د زرغون کمربند د یوزر او ۷۶۸ هکټاره پخوانيو سیمو څارنه او ساتنه، د نږدې ۸۰۰ نیالګیو خړوبول، د کابل د زرغون کمربند په سیمو کې  د لنډ مهالو قوریو له لارې د ۱۰۰ زره نیالګیو تولید، د زر هکټاره نویو سیمو سروې، د ابرېزو د تنظیم په برخه کې ۱۵۰۰ کسانو ته زده کړې ورکول، د تراسونو، چکډمونو، جذبي حوضونو، ځنګلي سړکونو او د ابوزېرمو له لارې د کمربند ۷۴۰ هکټاره سیمو ته پراختیا ورکول هغه چارې دي، چې د طبیعي سرچینو لوی ریاست د زرغون کمربند پروژې له خوا ترسره شوي دي.
د څړځایونو بیارغول او خوندي کول
د هېواد په شپږو ولایتونو کې د څړځایونو ۱۶ ټولنې جوړول او د سیمه ییزو ټولنو په ګډون د څړځایونو د تنظیم او فعالیتونو په موخه د ټولنو دوه زره او ۵۰ غړو وړتیاوې لوړول، په څلورو ولایتونو کې د څارویو لپاره د ۴۵ زره هکټاره څړځایونو تنظیم، د دوه زره او ۵۰۰ هکټاره څړځایونو د رغونې په پار د ۱۰۰ وړو عایداتي پروژو له لاې د علوفې تخمونو راټولول او تکثیر، د ۱۱۵ وړو عایداتي پروژو په وېش سره په دوه زره او ۵۰۰ هکټاره سیمه کې د ټولنو له لارې د علوفې تخمونه کرل، د سمنګان او غور په ولایتونو کې د څړځایونو د ابریزو په سیمو کې د خاورې د خوندیتوب په پار لس زره او ۴۶۰ متر مکعب چکډمونه جوړول، د بغلان، سمنګان، غور، کندهار او هرات په ولایتونو کې د اوبو د ساتنې او د څارویو د څښاک اوبو برابرولو په پار د اوبو ۵۶ واړه زېرمې جوړول، د ۱۰۶۴ هکټاره روانو شګو تثبیت او ددغو سیمو د تخریب د مخنیوي په پار د ګز، سکساول، تاغ او چرګس ۷۹۸ زره نیالګیو اېښودل او د بلخ، جوزجان او کندز په ولایتونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو بوټو تخمونه کرل؛ هغه چارې دي، چې د ۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د یاد ریاست له خوا د څړځایونو د پراختیا او خوندیتوب په برخه کې ترسره شوي دي.
د طبي نباتاتو د سیمو بیارغول او خوندیتوب
په اوو ولایتونو (سمنګان، بلخ، بغلان، تخار، هرات، جوزجان او بدخشان) کې د سیمه ییزو ټولنو په ګډون د انجې اوزېرې د تخمونو او د شیرین بویې د بزغلیو د کرکېلي له لارې د ۲۸۰۰ طبي بوټو د سیمو د تخریب مخنیوی، د سیمه ییزو ټولنو په ګډون د هېواد په پنځو ولایتونو (سمنګان، بلخ، بغلان، تخار او بدخشان) کې د ۱۰۰ وړو عایداتي پروژو له لارې د دوه زره هکټاره سیمو په خوندي کولو سره د انجې، شیرین بویې او زېرې طبي بوټو د نسل د انقراض مخنیوی، په اوو ولایتونو (بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، هرات، جوزجان او بدخشان) کې د انجې، شیرین بویې او زېرې طبي بوټو د کیفیت او ارزښت لوړولوپه پار د یادو بوټو د بیارغونې او ارزښت لوړنې په پار ۵۶۰۰ کڅوړې وېشل او په اوو ولایتونو (بلخ، سمنګان، بغلان، تخار، هرات، جوزجان او بدخشان) کې د طبي بوټو او څړځایونو ۲۸ ټولنې جوړول د طبي بوټو په برخه کې د یاد ریاست کړنې دي.
د ملي پارکونو او خوندي شویوسیمو مدیریت:
د بند امیر او واخان ملي پارکونو او د کول حشمت خان په خوندي شویو سیمو کې د ښکار، غصب او نورو تخلفاتو د مخنیوي په پار د پراختیایي پروګرامونو پلي کول او د ساتونګو ګمارل، څلور نوي سیمې (د نورستان ځنګلونه، د ناور، درقد او اماصاحب دښتې) د ملي پارک او خوندي شویو سیمو په توګه اعلانول، د ملي پارک په توګه د ځاځی اریوب ځنګلونو د علان په پار لومړنۍ سروې ترسره کول، د بند امیر او واخان ملي پارکونو او د کول حشمت خان خوندي شویو سیمو کې د عامه پوهاوی غونډې جوړول او د واخان ملي پارک د مدیریتي پلان د بشپړولو په پار کمېټه جوړول، د واخان په ملي پارک کې د سیمې اوسیدونکو د څارویو د خوندي کولو په پار ۱۱ غوجلې جوړول، د نورستان د ملي پارک مقدماتي سروې کول، د کول حشمت خان په سیمو کې د مهاجرو الوتونکو سروې او نوم لړ چمتوکول، د واخان په ملي پارک کې د کورنیو غوجلو په پار د ۲۰۰ پنجرو چمتو کول او وېشل او د واخان په ملي پارک کې د ۶۰۷زره او ۹۴۰ نیالګیو کېنول، د واخان په ملي پارک کې د څارویو د ناروغیو د مخنیوي په پار پر ۴۵۰ څارویو د طاعون واکسین پلي کول او په لوی او کوچنی پامیر کې د وحشي ژویو د ردیابی په پار ۳۵ خودکاره کامرې لګول، د ملي پارکونو او خوندي شویو سیمو په برخه کې د طبیعي سرچینو د لوی ریاست فعالیتونه دي.
ددغو فعالیتونو ترسره کول ددې ترڅنګ چې، د طبیعي سرچینو د بیارغونې او پراختیا لامل شوي، ګڼو خلکو ته په نېغه او نانېغه ډول د کار زمینه هم برابره کړې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت