د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې د جلغوزې او غوزانو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۵:۵۳
د ځنګلونو د پراختیا په پار هڅې؛ خوست کې د جلغوزې او غوزانو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي
۱۶ وږی ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « شمل، موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې د جلغوزې او چهارمغزو ۳۶۰ کورني قوریې جوړې شوي دي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د شمل، موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریې جوړې شوي دي. ښاغلی نوري وایي، چې په یادو ولسوالیو کې د جلغوزې او چهارمغزو د دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګیو د تولید په پار ۳۶۰ بزګرانو ته داسې قوریې جوړې شوي دي، چې پنځه زره هکټاره ځنګلونه به ورباندې بیا ورغول شي.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۳۵میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې هر قوریه دار ته د جلغوزې او غوزانو تخمونه، بېلچې، د خېشاوې توکي، اب پاش، دواپاش، اوسپنیز تونلونه، سپېنې او تورې سرې ورکول شوي دي.
له یادو کورنیو قوریو څخه برخمن شوي کسان د خپلو قوریو له ودې څخه خوښ دي. عجب خان یو له هغو کسانو څخه دی، چې د کرنې وزارت له خوا ورته قوریه جوړه شوې ده. عجب خان وایي، چې له دې لارې به هغه شاړې سیمې او ځنګلونه چې ونې یې پرې شوي دي بیاورغول شي.
خلکوته عامه پوهاوی، د قوریه لرونکو روزنه او د ناروغیو پر وخت مخنیوی د یادو کورنیو قوریو دودې اصلي لاملونه دي.
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د کورنیو قوریو سیمه ییز مسوول انجنیر عمر تڼیوال وایي، چې کورنیو قوریو جوړلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې ده او خلک غواړي، چې په خپلو ځمکو کې کورني قوریې جوړ کړي.
خوست د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغولو په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت