د ځنګلونو د ساتنې په پآر د ننګرهار له مشرانو سره د کرنې وزیر مشورتي غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۵۲
د ځنګلونو د ساتنې په پآر د ننګرهار له مشرانو سره د کرنې وزیر مشورتي غونډه

۳ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د ځنګليزو ولسوالیو له مشرانو سره یوه مشورتي غونډه ترسره کړه. د دې غونډې موخه د ځنګلونو د ساتنې او په دې برخه کې د دولت او خلکو د ګډو مسؤلیتونو په اړه د نظریاتو تبادله وه.
د کرنې وزیر په خپلو پرانیستونکو خبرو کې د ځنګلونو پر اهمیت او د ټولنې لپاره د هغې پر ګټو ټینګار وکړ او له حاضرینو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې له دولت سره همکاري وکړي. ورپسې، مولوي عزیزالله مصطفی، د ننګرهار مرستیال والي هم خبرې وکړې او د ځنګلونو په ساتنه کې یې د خلکو له هڅو او همکارۍ څخه مننه وکړه.
د غونډې په دوام، د خلکو په استازیتوب د خوګیاڼو، شینوارو او پشه‌ای قومونو دوو تنو مشرانو خبرې وکړې او په دې سیمو کې یې د بې‌کارو ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. مولوي سید اغا د خوګیاڼو ولسوالۍ او حاجي سید علم د پشه‌ای قوم په استازیتوب په دې ټینګار وکړ چې د ځوانانو اقتصادي ستونزو ته باید پام وشي.
 یاده غونډه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود، چې د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

نشست مشورتی وزیر زراعت با بزرگان ننگرهار پیرامون حفاظت از جنگلات
۳ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر خود به ولایت ننگرهار، نشست مشورتی با بزرگان ولسوالی‌های مناطق جنگل‌نشین این ولایت برگزار کرد. هدف این نشست تبادل نظر در خصوص حفظ جنگلات و مسئولیت‌های مشترک دولت و مردم در این زمینه بود.
وزیر زراعت در سخنان آغازین خود بر اهمیت جنگلات و منافع آن برای جامعه تاکید کرد و از حاضران خواست که در حفاظت از این منابع طبیعی با دولت همکاری نمایند. سپس مولوی عزیزالله مصطفی معاون والی ننگرهار نیز به ایراد سخن پرداخت و از تلاش‌ها و همکاری‌های مردم در حفاظت از جنگلات قدردانی کرد.
در ادامه، دو تن از بزرگان ولسوالی‌های خوگیانی، شینوار و قوم پشه‌ای به نمایندگی از مردم صحبت کردند و خواستار ایجاد زمینه‌های شغلی برای جوانان بیکار در این مناطق شدند. مولوی سید آغا از ولسوالی خوگیانی و حاجی سید علم به نمایندگی از قوم پشه‌ای بر لزوم توجه به مشکلات اقتصادی جوانان تاکید کردند.
نشست با دعای شورای علما پایان یافت و در آن مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت تجارت و صنعت و سایر مقامات بلندپایه حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د ننګرهار د کرنې ریاست: دبهسودو په ولسوالی کې ٥٠ جریبه ځمکه د ازادې دوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره ورکړل شوه


۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اجارو مدیریت له لورې د بهسودو ولسوالی خشکنبد سیمه کې ٥٠ جریبه ځمکه دګډ پلاوی په حضور کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بڼوال او بزګران وروزل شول

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترويج مديرانو په چپرهار، رودات او نازیان ولسواليو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

خوست کې د زنجبیل سیمه ییز ورایټۍ ازمایښتي کښت چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې

۳۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري، د جوارسل په څېړنیز فارم کې د زنجبیل. . .

بازگشت