د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار هڅې

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۸:۵۰
د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې په پار هڅې

د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې د هڅو په دوام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د څو ادارو د مسئولینو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه.  
دا غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ او د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو د مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي رحمت‌الله زاهد، د افغان کارت امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حاجي آغا سید، د افغان کارت امارتي شرکت عملیاتي رئیس لطف‌الرحمن او د کرنې وزارت د ځنګلونو د رئیس مولوي میرویس په ګډون ترسره شوه.  
په دې غونډه کې د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې، د پرې کولو مخنیوي او د ځنګلي محصولاتو د کارونې په اړه خبرې وشوې، ګډونوالو خپل نظریات شریک کړل او په ګډ کار او همغږي یې ټینګار وکړ.

تلاش‌ها جهت حفاظت و احیای جنگلات 
۲۴ میزان ۱۴۰۳ ھ.ش
به ادامه تلاش جهت حفاظت و احیای جنگلات در کشور جلسه‌ای به سرپرستی مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان چندین اداره برگزار شد.
این جلسه به سرپرستی مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و حضور مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی رحمت‌الله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، حاجی آغاسید رئیس اجرایوی شرکت امارتی افغان کارت، لطف‌الرحمن رئیس عملیاتی شرکت امارتی افغان کارت و مولوی میرویس رئیس جنگلات وزارت زراعت دایر شد.
در این مجلس پیرامون حفاظت، احیاء، جلوگیری از قطع و استفاده از محصولات جنگلات صحبت گردید و حاضران نظریات خویش را شریک ساخته و بر کارمشترک و هماهنگ تاکید نمودند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

بازگشت