د ځمکې تخريب دمخنيوي ملي پروژې په پار د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۹ - ۱۹:۱
د ځمکې تخريب دمخنيوي ملي پروژې په پار د کرنې وزارت د مشرتابه پلاوي غونډه دائره شوه

۱۹ لړم  ۱۴۰۰ هـ.ش
۴ ربیع الثانی ۱۴۴۳ هـ.ق
دا غونډه دکرنې وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمن راشد، دکرنې وزارت مرستيالان او ددې وزارت تخنيکي کمېټې غړو په حضور کې، د مثمرو بڼونو جوړولو له لارې د ځمکې تخريب دمخنيوي ملي پروژې په پار دائره شوه.
په دې غونډه کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي کمېټه، د ځمکې تخريب دمخنيوي ملي پروژې د لاښه پلي کېدو، د فرصتونو او ننګونو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د (Plant for Peace/PFP) یا د سولې لپاره نبات مؤسسه یوغیر حکومتي او انتفاعي نړیواله د انګلستان هېواد اړونده مؤسسه ده، چې غواړي د ځمکې د تخریب مخنوي نړیوال مالي صندوق  (Land Degradation Neutrality Fund)له لارې، چې د ځمکې د تخریب د مخنیوي په پار له نړیوالو میکانیزمونو څخه ده او د ځمکې تخریب سره د مبارزې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون (UNCCD) د نړۍ په کچه فعالیت لري، ۹ میلیارډه ډالر جذب او په افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې تطبیق کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت