د ځمکو چارو لوی ریاست د اجرائيه برخې له کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۱۹:۹
د ځمکو چارو لوی ریاست د اجرائيه برخې له کارکوونکو سره د همغږۍ غونډه


۲٢۵ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۵ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ځمکو د لوی رییس په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د دې ادارې د اجرایوي او اداري څانګو مسوولینو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د ځمکوچارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني د دغه څانګې د کارونو او مسؤليتونو په اړه خبرې وکړې وويل« د ځمکو چارو لوی ریاست په اجرائيه برخه کې رسمي کارکوونکي نه لري نو د دې لپاره چې په کارونو کې ځنډ رامنځته نشي ټول هغه کارکوونکي چې په دې برخه کې کار کوي د دغه ادارې له نورو څانګو څخه په خدمتي توګه دلته مقرر شوي دي.»
د ځمکو چارو لوی رییس زیاته کړه، »په اداري څانګو کې د اسانتیا او همغږۍ په موخه د دې ادارې تر چتر لاندې د دفتر آمریت جوړ شو تر څو له دې وروسته ټولې اجرایوي او اداري کارونه له دې څانګې څخه پر مخ يوړل شي. له نېکه مرغه اوس مهال لیدل کېږي، چې کارونه تر یوه حده تنظیم شوي، خو له بده مرغه په دې څانګه کې لا هم ډېرې ستونزې ترسترګو کېږي. نو زما غوښتنه د دې برخې له مسوول څخه دا ده چې د خپلو دندو په چارو کې له پوره دقت څخه کار واخلي.»
نوموړي د ریاستونو د اجرائيه برخې نه هم يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې يو شمېر اجراييه مديران په خپلو کارونو کې بې پروايي کوي او اسنادونه په مياشتو مياشتو په ریاستونو کې پاتې وي او په اړه يې هېڅ ډول اقدام نه کېږي.
ورپسې مسوولینو د خپلو دندو او مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او د خپلو اړوندو ادارو ستونزې یې هم د ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې.
په پای کې د ځمکو چارو لوی رییس د مسوولينو د ستونزو تر اورېدو وروسته ټولو ته لارښونه وکړه، چې د کارکوونکو رتبې ته په درناوي سره ټول کارکوونکي مکلف دي، چې خپلې ورسپارل شوې چارې په ښه توګه ترسره کړي، او له دې وروسته هیڅ ډول عذر د منلو وړ نه دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت